افغانستان

اشرف غني «قمر الدین شینواری» لوی څارنوال وټاکه، عبدالله يې نه مني

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي چې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزي قمر الدین شینواری د لوی څارنوال په توګه ټاکلی خو د اجرایوي رییس (صدر اعظم) د نوموړي ټاکنه نه مني.

تر دې مهاله د قمرالدین شینواري د ټاکلو په اړه رسمي اعلان نه دی شوی خو یو شمېر سرچېنې وايي چې نوموړی د اشرف غني احمدزي لخوا وټاکل شو خو اجرایوي رییس عبدالله عبدالله  رد کړ او له همدې امله یو ځل بیا د نوموړي په ټاکنه بیا کتنه کیږي.

که د ګډ حکومت دویم مشر عبدالله عبدالله د قمرالدین شینواري ټاکنه ومني، نوموړی به د محمد اسحاق الکو پر ځای لوی څارنوال شي.

شینواری د اشرف غني د نيږدې دوستانو او د ټاکنیز کمپاین پر مهال د نوموړي ملاتړی و.

شینواری تر دې وړاندې د ختیځو ولایتونو د شورا رییس پاتې شوی.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ نوي حکومت ته زیات خلک ډیر هیله من نه ښکاري او په وینا یې زیات شمېر د کرزي د دورې فاسد چارواکي بېرته پر دندو ګمارل کیږي. همدا راز دوی وايي چې حکومت پاشل شوی او د یو مشر پر ځای دوه مشران کار کوي چې د شننونکو په وینا د کرزي تر دورې به یې حالت ډیر خراب وي.

د نوي حکومت د راتګ سره د سلاکارانو ټاکلو بهیر هم په تېزۍ سره روان دی. تېره اونۍ حبیب الرحمن احمدزی په امنیتي چارو کې د اشرف غني احمدزی ځانګړی سلاکار وټاکل شو.

د ګډ حکومت ولسمشر همدا راز د کمونستانو د واکمنۍ پر مهال د خاد استخبارتي ادارې کارکوونکی حنیف اتمر د ملي امنیت د سلاکار په توګه او عمر زاخېلوال چې د ماليې وزارت سرپرست وزیر هم دی، اقتصادي چارو کې سلاکار وټاکه.

همدا راز د یوناما پخوانی ویاند نظیف الله سالارزی يې د جمهوري ریاست د ویاند په توګه وټاکه.

د یادونې وړ ده چې د ګډ حکومت تر منځ د څوکیو د ویشلو په اړه لانجې څه نوې نه دي، بلکې تر دې وړاندې د رایو د شمېرنې پر مهال هم د دواړو مشرانو تر منځ د څوکیو پر سر شخړې روانې وې چې د امریکا په منځګړیتوب حل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x