افغانستان

د ګیزاب ولسوالي طالبانو محاصره کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت ګیزاب ولسوالي د طالبانو له لوري محاصره شوې ده او له ولایت سره يې اړیکې شلېدلې دي.

له ګیزاب ولسوالي نه امنیتي مسوولینو رسنیو ته ویلي چې د دې ولسوالي ډېرې برخې د طالبانو په لاس کې دي، چې د ولسوالي او مرکز تر منځ يې اړیکې شلولې دي.

سرچینه وايي چې دوی له مرکزي حکومته دې ولسوالي ته پام غواړي کنه په ډېر لږ وخت کې به ټوله ولسوالي د طالبانو تر لاس لاندې شي.

تردې وړاندې هم یاده ولسوالي د طالبانو د پرلپسې پراخو بریدونه شاهده وه.

دا په داسې حال کې دی چې له مرکز کابل سره په نښتي ولایت لوګر کې هم د څرخ ولسوالي نن د طالبانو تر بریدونو لاندې ده.

د دې ولسوالي مسوولین وايي چې طالبانو په څرخ کې ټولې مخابراتي شبکې بندې کړي او د ولسوالي په ګډون يې په ټولو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې لاهم روان دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو سره د مبارزې ریس عبدالغفار سیدزاده نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د هېواد امنیتي حالت خورا د اندېښنې وړ دی.

د نوموړي په خبره یواځې په تېره اوونۍ کې ۲۵۴ امنیتي پېښې رامنځ ته شوې دي چې ډېره هېښوونکې موضوع ده.

تر دې وړاندې هم طالبانو په زابل کې نوبهار، په نورستان کې دواب او د هلمند ځينې ولسوالي نیولې وې. ورسره جوخت د فاریاب قیصار ولسوالي هم د طالبانو تر پرلپسې بریدونو لاندې راغلې ده.

یاده دې وي چې طالبانو تېره ورځ په هملند ولایت کې په یوه سرتيري برید کې دوه دېرشو عکسرو او تر هغه وړاندې په د روزګان په دهراود کې شپږویشت عسکرو ته د مرګ ـ ژوبلې اړولو خبرونه ورکړي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x