په افغانستان کې دامریکا په بقا باندې دلویې جرګې اغیز

loyajirga2011_1وروسته له څو میاشتو تیاری یوه ډله خرڅ شوی او غافلان سره راټول شول او په اصطلاح قلابی لویه جرګه یې جوړه کړه او له څو ورځو ناستو وروسته یې دنومبر په ۱۹ نیټه امریکا ته دافغانستان دعزت، آبرو او ناموس دخرڅلاو په پریکړې سره پای ته ورسوله.

سوال دلته دی چې آیا ددې قلابی لویې جرګې پریکړې په افغانستان کې دامریکا دبقا او یاهم دصلیبی نیواکګرو په وړاندې د روان جهاد په روند باندې څه اغیز لرلای شی کنه؟

او که اغیز ولری نو ترکومه حده کولای شی داوسنی نیواک مسیر ته به تغیر ورکړي.

دې سوال ته له ځواب ویلو مخکې غوره ګڼم چې ددې فرمایشي لویې جرګې پر ظاهر باندې رڼا واچوو:

دتغییر او امید دایتلاف رییس ډاکټر عبد الله عبد الله چې څو څو ځله یې دلسمشرۍ او ددې مریتوب دطوق لعنت په غاړه کولو خوبونه لیدلی دي، دلویې جرګې له پای ته رسیدو وروسته یې وویل چې دلویې جرګې بحثونو له هغې تیارې شوې اجندا سره سمون نه درلود.

دا پدې معنی ده چی برخه وال دجرګې له ختمیدو وروسته پدې پوه شول چې کومه لار چې دوی غوره کړې وه هغه ترکستان ته تللې ده.

اما امریکا چې ددې جرګې جوړوونکې او تمویلوونکې وه دا اعلان وکړ چې ستراتیژیکې اړیکې او پدې هکله دلویې جرګې پریکړې مونږ ته دخورا زیات اهمیت لرونکی دی.

دتقلبی لویې جرګې لخوا دافغانستان دخرڅلاو له پریکړې سره سم يوې ډلې سیاسي څیړونکو دا پریکړه بې اهمیته وبلله او ویې ویل چې هیڅ داسې ضمانت وجود نلري چې امریکا به دلویې جرګې پریکړو ته غوږ کیږدي او هغو ته به څه اهمیت ورکړي.

له بلې خوا دکابل دلاسپوڅې ادارې مشر کرزي هم له لمڅی پښې ډیرې اوږدې وغزولې او دعوا یې وکړه چې دخپل ملي حاکمیت دتثبیت په رڼا کې له امریکا سره داړیکو غوښتونکی دی ولې په هغې لحظه کې ده دا خبره هیره کړې وه چې مریی هیڅکله هم نشي کولای له خپل بادار سره سیالي یا ورته والی وکړي او ورسره دمساوي حقوقو غوښتنه وکړي.

له بلې خوا یوې ډلې خلکو ددې خرڅلاو او ملی خیانت په مقابل کې په مظاهرو لاس پورې کړ او دامریکایانو او دهغوی دمزدورانو په وړاندې یې خپل نفرت او غضب څرګند کړ چې په دې لړ کې کولای شو دننګرهار پوهنتون دمحصلینو تظاهراتو ته اشاره وکړو چې دنومبر په ۲۰ مه نیټه یې ترسره کړې چې پکې په زرګونو محصلینو برخه اخیستې وه.

لدې ټولو جالبه او دپام وړ خبره دا وه چې صبغت الله مجددی دافغانستان دخرڅلاو ستراتیژیک تړون یو ضروری امر وباله او مدعی شو که چیرې امریکا نه وي نو بهرني جهتونه به هیڅکله هم ددې اجازه ورنکړي چې هغه خپلو بادارانو ته با ارزښته ډیر خدمتونه وړاندې کړي.

ولی صبغت الله هم دا هیر کړي وو چې کیدای شی خپل دا آرمان به په ډیر نیږدې وخت کې ګورته یوسي او باداران به یې صلیبیانو ته ددې خدمت په بدله کې هر کال دګلانو ګیډۍ په قبر ږدی او دخدمتونو یادونه به یې کوي او یا خو به یې هم دشهید او دصلیب داتل په نوم ونازوي.

کیدی شي چې دا یې هیر نه وو ولی غوښتل یې دامریکایانو په تل پاتیکیدو سره دخپل قبر امنیت تضمین کړي ځکه چې هغه پدې ښه پوهیږي چې دافغانستان مسلمان او غیور ملت به په خپله خاوره کې ددې شرمیدلي دقبر نښه ونشي زغملای.

راځو اصلی موضوع او دپورتني سوال ځواب ته.

دلیکونکي په نظر ډیر هغه کسان چې له نوموړې تش په نوم دودیزې لویې جرګې څخه یې دنیکی او مثمرو نتایجو تمه درلوده پخپله هم پدې یقین دي چې ددې ډول قلابی جرګو، لاسپوڅو حکومتونو او دټوپکیانو او رشوت خورو دپارلامانونو پریکړې هیڅکله هم دجهاد په بهیر او په افغانستان کې دنیواکګرو په بقا کوم اغیز نشي لرلای.

ولې دسیاست دمیدان دګرم ساتلو پخاطر چې دهیواد په راتلونکې باندې کوم اغیز درلودلای شی باید چې په قلابی جرګه کې تودې مباحثې ترسره شي ترڅو ددوی جیبونو ته بې شمیره ډالر ورتویې شي ځکه چې دا یاد شوي ارګانونه پخپله کوم مشروعیت نلري نو څنګه به وکولای شي چې نیواکګرو ته مشروعیت وروبښي.

او ددې ارګانونو دمشروعیت پر نشتوالي باندې ښه دلیل هم ددې ارګانونو ترمنځ خپل اختلاف ګڼلای شو.

دکابل دمزدورې ادارې دکلیو دپراختیا وزیر جار الله منصوري څه موده مخکې وویل: (تر اوسه خلکو په افغانستان کې سړي وژلي، غیر قانوني سړی تر اوسه ولسمشر دی، پارلمان په ناقانونه توګه منځ ته راغلي).

له بلې خوا له ۲۴۹ زورواکو او اجباری استازو څخه چې په زور سره خپل ځانونه دخلکو استازي بولي او ددې نظام اختصاصی محکمې هغوی غله او لوټماران نومولي دي او دکلیو او پراختیا وزیر یې هم غیر قانوني پارلمان بولي ۱۸۰ تنو یې چې روښانه اکثریت تشکیلوي دا لویه جرګه غیر قانوني او بې مشروعیته وبلله.

اما که لدې څرګندونو او بیانونو پرته که فرض کړو نوموړې په اصطلاح لویې جرګې او یاهم دکرزي دګوډاګی رژیم اړوندې ادارې مشروع وبولو نو لدې حقیقت څخه هیڅوک هم سترګې نشي پټولای چې امریکایانو دا هیواد دکرزي، سیاف ، صبغت الله او یا هم نورو په خوښنه ندی اشغال کړی بلکه امریکایان دخپلو وسلو په زور دې ملک ته راغلي دي او یاد شوي کسان یې دقدرت په ګدی کینولي او ترڅو یې چې خوښه وي هغوی وساتي او ترڅو یې چې توان وي پدې ملک کې پاتې شي.

نو که یاده جرګې پریکړه کړې وای چې سبا دې ټول امریکایان زمونږ له خاوې څخه ووزي نو دافغانستان په نیواک به یې هیڅ اغیز هم نه وو اچولی او نه به یې هم پر بنسټ یو امریکایی سرتیری له هیواد څخه وتلای وای نو په دې اساس سره ویلای شو چې ددې جرګې دا پریکړه چې افغانستان دې وپلوري او یادې هم دسلو کلونو لپاره امریکایانو ته د فوځي اډو اجازه ورکړي یوه بې مفهومه هڅه ده او په جنګي او جهادي بهیر باندې به هم هیڅ اغیز هم ونه لري.

هغه کسان چې په اند به یې ددې جرګې پریکړې دعمل وړ وي او یا خو به هم دهیواد په راتلونکي باندې کومه اغیزه ولري باید پدې پوه شي چې هغه حکومت چې دا لویه جرګه یې رابللې دخپلو بادارانو په وړاندې بې وسې ده او دتمساح داوښکو په تویولو سره هم پدې ندي توانیدلي چې خپله یوه وړوکې غوښتنه هم په خپلو بادارانو ومني نو هغه جرګه چې پخپله بې صلاحیته ده او مشروعیت دګډونوالو تر منځ له سوال لاندې دی هیڅکله هم نشي کولای ددې ملت راتلونکی وټاکي او یاهم دهغې په هکله پریکړې وکړي.

اما هغه ورځ چې داسلام پرتمینه جنډه دکابل او هیواد په لوړو ځوکو ورپیږي او مزدوران به حتمي تیښتې ته اړ کیږي او دډالرو له پنډکیو سره به هغه هیوادونو ته ستنیږي له کومه چې راغلي وو او منافقان به رسوا او وشرمیږي او د مرتزقه وو لاس به یوځل بیا په ګدایی شي او زړور مجاهدین به دنیواکګرو اډې وځپي او غلامان او مزدوران به یې نه وي چې دسمټي دیوالونه له شا یې دفاع وکړي نو دا هغه شیبه ده چې اصلي او لازمي پریکړه به ترسره کیږي او نړیوال پدې پوهیږي چې امریکا غواړي په افغانستان کې تلپاتې اډې ولري او یا هم لاس ماتي او پښې ماتي لکه څرنګه چې دانګریزانو نیکونو له شرم سره دا د زمریانو هیواد پریښی وو په ذلت او حقارت سره دا خاوره پریږدي.

هغه وخت به سادګان پدې پوه شي چې داسلام دلښکرو په مقابل کې او دهغوی دکلکو پریکړو په وړاندې نه لاسپوڅې اداره مقاومت کولای شي او نه هم دروغجنې جرګې او خرڅ شوي استازي پر حالاتو څه اغیز لرلای شي او هغه وخت به سپن ږیری سیاف او صبغت الله او ددوی منافقانه ویناوی ددوی بادارانو ته په درد ونه خوري او نه به هم مجاهد ملت ددوی ددروغو او دوکو په لومو کې لویږي بلکه شاید په هغې ورځ ووایي چې کاشکي مې له امریکا مو خپل بادار نه وای ګرځولې او یا خو به هم ټول دامریکا سفارت ته پناه وړي چې مونږ هم درسره بوزی ولې امریکا به وایي (نفسی نفسی) اوله هغوی ځخه به بیزاري کوي او هغه وخت به سیاف او صبغت الله ووایي چې که مونږ ته بیا نوبت په لاس راشي نو مونږ به هم له تاسې بیزاري وکړو څرنګه چې تاسې له مونږ څخه بیزاره یاست او دخپلې غلامی او مریتوب په اعمالو به پښیماني وښیي ولې هغه مهال به ان شاء الله دسپیڅلی محمدي شریعت له محاکمې څخه نجات ونه مومي.

لیک: احمد سلمان الفارسی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د