نظــر

که سل ځله ژوندي شي او سل ځله یی ووژنم بیا به هم خوشحالي محسوسوم

لیکنه: بخت الرحمن (بخت)

mohammed_shafeaداڅرګندوني دکنډا هیواد په کوم ښار  کی یو افغان په داسي حال کی کولي چی شااوخواکي پولیس ورباندی چارپیره وو، له نوموړي سره خپله دوهمه میرمن او یو ځلمی زوی حامد هم څیرمه ولاړ دی، ښاغلي محمد شفیع ترډیره حده قهرجن او خواشیني ښکاري، دمحمد شفیع کورنی له دی څخه مخکی چی کنډاته سفرکوي او هلته خپل ژوند اختیاره وي، په اسټرالیا، دوبي او پاکستان کی ژوند کړي وو، نوموړي دوي میرمني یو زوی او دري لورګاني درلودي، محمد شفیع له اولي میرمني څخه اولاد نه درلودای نو ځکه یی دوهم واده کړي وو، څلورسره اولادونه یی له دوهم واده څخه شوی وو.

 

 

کله چی دمحمد شفیع کورني له پاتي دریو هیوادونو څخه اخیرکار کنډاته رسیږي، او دنوموړي لورګاني لوییږي سترګی یی خلاصیږي ددغه هیواد له رسم اورواج سره بلدتیا پیداکوي ورته مالومیږي چي دلته هرڅوک خپل ځان ته مسؤله دي دلته قومی کورنی اسلامي غیرت او ننک هیڅ مانا نه لري، دکورني هرغړی هغه که لوی او که کوچنی وی خپله پوه او لارښود دي، دمور، پلار او دکه کورني دکوم بل مشر له لوري کومي لارښووني او رهمنایی ته ضرورت نه لري، دلته هغه چوکاټ او دایره کوم چی اسلام دمسلمان لپاره ټاکلي او تعین کړی ده نه دمنلو وړ ده او نه هم ارباب قدرت ورته کوم احترام لري، دلته پلار دخپل یوه میاشتنی زوی په وړاندي هم ناتوانه اوبی وسه دي دلته چی ستا کورکی کوم ماشوم دي نړی ته سترګی روڼه وی یوازي دپالنی او نس مسؤلیت  یی په غاړه لري نور نو که هغه په ژوند کی هره لاره او هر لوري غوره کوی ته یی مخنیوي او مخالفت نه شي کولای، دلته نرله نر اوښځی له ښځو سره ودونه کوي، دغه داسی سیمه ده  چیري چی  پلار اولادونو خو پریږده چی لاس دی باندی پورته کړی حتی دخپل کورکوم سپي باندی دلاس دپورته کولو په جرم کی زندان ته اچول کیږي داسي خبرونه به هم درسنیو له لوري ترغوږو شوی وي چی تیره هفته دامریکی دمتحده ایالاتو کوم ښارکی یو یویشت کلن کس دخپل کورني سپی دډبلو او وژلو په جرم په څلورلس میاشتني  بند محکوم او لس زره امریکایی ډالره وربانی جرمانه هم ولیګیدله، نو داچی دغو هیوادونو کی څوک خپل کور کی کوم سپی باندی لاس نه شي پورته کولی نو دغه کس به داولادونو په وړاندي کوم جرات وکړي چی دهغوپه چارو کی مداخله او لاس وهنه وکړي، پورته لاملونه اوسببونه دي  چي نن محمد شفیع دپولیسو په منځ کی ولاړ او وایی که سل ځله ژوندی شي او سل ځله یی ووژنم بیابه هم خوشحالی محسوسوم باید مخکی له دی څخه چی محمد شفیع  کنډاته کډه کوي نوموړي سل ځله فکرکړی وای، سل ځله یی سرخپل ګریوان ته ټیت کړی وای، مخکی له دی څخه چی دغه هیواد ته کوچ کوی باید زرواره یی ددغه هیواد دکړو وړو رسم او رواچ په اړه مطالعه کړي وای اومالومات یی ترلاسه کړي وای، محمد شفیع مخکی له دی څخه چی دغه هیواد ته خپله کورني لیږدوی باید ددغي ټولنی دکړو وړو قانون طور طریقو اودنوموړي پرکورني او بچیانو باندی ددغي ټولني دمنفی اثراتوپه اړه ژوره مطالعه کړی وای، اوددغه هیواد اوټولني رسم اورواج یی له خپل ازاد سرکښه او افغاني ضمیرسره مقایسه کړی وای چی دنوموړي ضمیر، مسلماني او افغاني غیرت ددغه هیواد دکړو وړو رسم اورواج په مقابل کی څومره برداشت او زغم لري. …………. خو افسوس چی محمد شفیع په ړندو سترګو دغه هیواد ته کډه کوي نو به ارو مرو له دارنګه برخه لیک سره مخ کیږي او دپولیسو په وړاندي به په غمجنه اومایوسانه لهجه وایی چی که سل ځله ژوندی شي اوسل ځله یی ووژنم بیابه هم خوشحالي محسوسوم اوس چی محمد شفیع دارنګه څرګندوني ونه کړي نو به څه کوي.

 

اوس به راشو اصلي ټکی ته چی محمد شفیع ته څه ورپیښه وه ولي پولیسو نیولي وو، او نوموړي ولي ویل که سل ځله یی ووژنم اوسل ځله راژوندی شي بیابه هم خوشحالي څرګندوم.

د۲۰۰۹ کال دجون دمیاشتی دیرشمه ورځ وه سهاروختي کنډایی پولیسو په کینګسټن ښارکی له رایډو کانال سره څیرمه یو ټکرشوي موټرومونده دغه ښار دکنډا له پلازمیني ټورنټو څخه ۲۵۰ کیلومټره لري پروت دي.

پولیس چی کله لاوارثه موټرته ورنژدی کیږي که ګوره په موټرکی څلورتنه وژل شوی ښځینه جسدونه پراته دي، چي دغه وژل شوی ښځینه جسدونه هریو زینب دمحمد شفیع ۱۹ کلنه مشر لور، سحردمحمد شفیع ۱۷ کلنه میانځکره لور، ۱۳کلنه ګیتي دمحمدشفیع کشره لور او همدارنګه دنوموړي اولني میرمنه ۵۰ کلنه رونا امیرمحمد جسدونه پراته دي، رونا امیرمحمد دمحمدشفیع اوله میرمن او ددرو سره جنکیانو میره وه، نوموړي خپله هیڅ اولاد نه درلودي.

ددغو وژل شویو کسانو دجسدونه له وړولو څخه یوه هفته وروسته دکنډاپولیس دوژل شویو جنکیانو پلار ۵۹ کلن محمد شفیع دنوموړي دوهمه میرمن او دوژل شویو جونو حقیقی موراو دمحمد شفیع زوي او دوژل شویو جونو سکنی ورور حامد شفیع ګرفتاره کوي، پولیس دغو درو سره کسانو باندی تورلګوي چی دری سره جوني او دمحمد شفیع اولني میرمن دغو کسانو وژلی ده.

کله چی دغه دری سره کسان ومحکمي ته وړاندی کیږی محمد شفیع دزینب، سحراو ګیتي پلار او دوژل شوی میرمن رونا امیرمحمد خاوند دمحکمي په وړاندي اعتراف کوي، اونوموړی وایی هوکي څلورسره ماوژلی او دکورني عزت ناموس اوننګ ساتلو په مقابل کی مي وژلی دي، په دی وژنه باندی زه خوشحالي محسوسوم اوکه سل ځله بیا را ژوندی شي اوسل ځله یی ووژنم بیا به هم پښیماني نه بلکه خوشحالي څرګندوم.

محمد شفیع چی له افغانستان سره تعلق لري په کال ۲۰۰۷ کی یی کنډاته کډه کړی وه هلته نوموړي دمونټرال ښارپه کومه وتلي سیمه کي استوګنه اختیارکړه، محکمي ته له وړاندي کیدو څخه وروسته مالومه شوه چی محمد شفیع په کنډاکی دخپلو لورګیانو له حرکتونو او دهغوي له کړووړو سره موافق نه وو، خصوصا دخپلی مشري لور چال چلند او دهغي له یوه پاکستانی ځوان سره اړیکو محمدشفیع باندي ډیربد اثر غورځولی وو، محمد شفیع به همیشه دخپلي مشري لور زینب حرکتونه تعقیبول دنوموړي له لاسي ګوشي څخه به یی هغه عکسونه راسربیره کول کوم چی زینب به له کوره څخه دباندی له بیګانه هلکانو سره یوځای اخیستو وو او موبایل کی به یی ثبت کړی وو، چی وروسته به بیا دمحمد شفیع اوزینب ترمنځ دنوموړي دحرکتونو اوچال چلند پرسر لفظي شخړي او په هفتوهفتو خوابدي رامنځه ته کیده، دغه وو چی زینب اخیرکی له پلاره سره په ضد شوه او دپلار به غیاب کی یی له هغه پاکستانی کس کوم چی زینب له له وړاندی ورسره اړیکي نیولی ددواړو لورو دکورني دغړو په نه موجودیت کی دمعمولي مراسمو په ترسره کولو سره واده وکړ.

زینب چی کله له دغه پاکستاني کس سره واده کوی په دغه وخت دنوموړي پلار محمد شفیع په دوبی کی دی او دغه هیواد کی کوم کاروبارکوی.

دزینب له واده څخه وروسته چی دنوموړي خپلوان او دوستان له نوموړي څخه پوښتنه کوی چی ولي دی له دغه کس سره واده وکړ داخو نه کومه ځوانی لری اونه کوم نوم او شتمني زینب په جواب کی ورته وایی ددی لپاره چي خپل پلارڅخه غچ واخلم او داورته ثابته کړم چی دغه هیواد کی زه بشپړه ازاده یم او چی هرڅه مي زړه وغواړي هغه کولای شم او ته می مخه نه شی نیولای، ورنه کوم کس چی ماورسره واده کړی دي مالومه خبره چی  نه کومه ځواني لری اونه هم کوم اندام او  شتمني، یواځي ددي لپاره می دغه قربانی ورکړه چی پلارته خپل زور او ځواک وښیم اونورو ړو خوندوته د ازادي او خودمختاری لاره خلاصه کړم.

اخیرکی دزینب میره  دمحمد شفیع اولنی میرمن رونا امیرمحمد او دنوموړي دوی نوری لورانی ټولی دزینب لاره نیسه اودکورني دنورو غړو مخالف واقع کیږي، داچی دمحمدشفیع، زینب او دزینب د دوونورو خوندو او رونا امیرمحمد ترمنځ کورنی جنجال اوشخړه زوراخلی حکومته پوری دغه ګنګوسي رسیږي حکومت راځي دمحمدشفیع کور، او دزینب موټرکی پتي اواز ثبتوونکی الی ږدي  اودنوموړي دکورټول ټلفونه بګ کوي،

دغه دی چی محمد شفیع له دوبی څخه کنډاته راځی اوله کورنی سره یوځای دناګار دافشارونه په چکروزي، دنیاګارا له سیر  اوسفر څخه وروسته کله چی دکورپه لور بیرته راځی یوه شپه لاره باندی کینګسټن کی دشپی لپاره پاته کیږي، دوهمه ورځ دغه سیمه کی یوموټرله څلورو مړو سره یوځای موندل کیږي، پولیس چی کله دپیښي ځای ته راځي ګوری چي دغه موټر دیوبل موټرپه واسطه پوري وهل شوی دي او داوبو کوم کانال ته لویدلي دي، پولیسو چی مړی ولیدل  له لنډي څیړني وروسته ورته مالومه شوه چی داخو زینب، سحر، ګیتي او دمحمد شفیع اولنی میرمن رونا امیرمحمد دي، او له دی څخه مخکی چی موټر اوبو ته لویږي دغه کسان وژل شوی دي اوبیا دغه موټر ددغه کانال پرڅنډه درول شوی دي اودبل موټرپه واسطه اوبو ته ټیل وهل شویدي.

وروسته پولیس دزینب له موټر څخه اوهمدارنګه دمحمد شفیع له کوره څخه هغه الي راسربیره کوی کوم چی ددوي دتعقیب اوجاسوسي لپاره یی ځاي پرځای کړی وي، دغه اله اودنوموړي دکورني دټلفونونوټول ریکارډ دمحکمي په وړاندی ښودل کیږي، او محکمه کی دنوموړي ریکارډ ښکاره کوی چی محمد شفیع له مخکی څخه لا دخپلو لورګیانو او اولنی میرمنی دوژنی پلان تیارکړی وو، نوموړي دلورانو  اومیرمني له وژلو څخه وروسته له کوم بل کس سره خبري کوی هغه ورته وایی چی دادی څي کړی دي ، محمد شفیع وایی دامانه دی کړی بلکه داددوي دبدو کړونو نتیجه وه او خداي پاک په خپله سزا ورسول نوموړی وړاندي وایی زه پرخپل دغه عمل باندی هیځ پښیمانه نه یم که سل ځله بیا هم راژوندی شي اوسل ځله یی ووژنم بیا به هم خوشحالی څرګندوم.

اوس به راشو دغه حقیقت ته داچی دمحمد شفیع لورانی اومیرمنه بی لاري کیږي، داقصور او خطا یواځي دنوموړي دلورګانو اودمیرمنی وه که په دی جرم کی محمد شفیع خپله هم برخه درلوده، زه فکر کوم دنوموړي داولادونو بی لاری اوناسم حرکتونوکی که څلویښت فیصده دنوموړي میرمن اولورانوبرخه لرله خو شپیته فیصده محمد شفیع خپله مسؤل وو، چی خپل اولادونه او میرمن یی دغه ځای ته ورسول او داسي ګاونډ اوماحول کی یی واچول چیري چی ددغي ټولنی اومعاشري وګړي، حکومت اوارباب قدرت طبقه په دارنګه حرکتونه فخرکوي کوم چی دمحمدشفیع لورګانو او میرمني ورته مخه کړی وه، او محمد شفیع بیا دخپلو اولادونه ددغو حرکتونه سزامرګ تعین کړی وه، نودمحمد شفیع دبرداشت نظریاتو عقیدي او افغانی غیرت اودغه ګاونډ چیری نوموړي خپل ځوان اوتنکی اولادونه اچولي وو او دهغو دژوند لپاره یی غوره کړی وو ډیرغټ واټن پروت وو، او داڅرګنده حقیقت دي وایی چی اوسي په خوي به دهغو سي.

شپیته په سلوکی قصور او جرم ځکه محمد شفیع خپله کړی وو چی خپل بچیان یی دارنګه ماحول ته بوولي وو، دنوموړي بچیان خپله هلته نه ووتللی اونه یی دژوند لپاره دغه ځای غوره کړی وو، داخو محمد شفیع وو، چی دوی یی هلته وړي وو او دلیوانو په خولو کی یی اچولي وو.

محمد شفیع چي تراوسه پوری یی لابچیان دجهالت له دوري څخه نه وو تیرشوی په یوداسي ماحول او ګاونډ کی پریښی وو، چیري چی دښوونځيو په رسمي نصاب کی دجنسي اړیکو په اړه ماشومانوته خاص مضمون ټاکل شوی دي او له ډیره کوچنیوالی څخه ښوونکي کوچنیان ودی ته هڅوي چی په څه ډول او څرنګه یو له بل سره جنسي اړیکي ولری.

تیرکال دکراچی په ښارکی یوه ملګري راته قصه کوله ویل یی چی زمونږپه ګاوڼدکی یو کس له یوي ښځي سره واده وکړ او دغه ښځه له کوم اروپایی هیواد څخه راغلي وه اودلته یی له کوم کس سره واده وکړ، ویل یی دواده دریمه ورځ وه چی کورکی چاراته وویل چی نن دواده والاکورته ورغلی وو، اوهلته واده شوی ښځي راته وویل چی نن می طبعه ډیره ښه ده اوډیره خوشحاله یم ځکه چی له کورنی سره می په اروپاکی ډیري ټلفونی خبري وکړي خصوصا له وړوکي وراره …….. جان سره څرنګه چی ………جان هلته په شپږم ټولګي کی درس وایی راته یی له خپله خاوند سره………. کیدو په اړه ډیری لارښووني  وکړي ترڅو ژر دکوم ماشوم خاونده شم، وایی نوموړي ویل زما سره خو دومره مالومات نه وو ځکه زه لویه وم چی هغه هیواد ته ولاړم ومی نشو کړای چی درس ووایم او په ښوونځي کي ددارنګه اړیکو په اړه راته مالومات شوی وای.

نوداچی کوم کس خپل تنکی جاهل او وړوکی لورکیانی داسي ماحول کی پریږدی چی هلته ورته روزانه دناروا اړیکوپه اړه درس ویل کیږی، نوکه چیري دغه ماشومانی بیا بی لاری کیږی په کړو وړو چال اوچلند کی یی فرق راځي  ته څه فکرکوي قصوربه یی ددغو ماشومانو وي او که به دهغه سرپرست او پلار وي کوم چي دغه ماشومان یی دغی سیمی ته راوستلی اوبیایی ددغي بلاپه خوله ورکړي دي.

ځکه داخو پلاروو چی دخپلو اولادونو لپاره یی دغه ګاونډ اوماحول انتخاب کړی وو، او په پټو سترګو یی خپل اولادونه دغي ټولني اومعاشره کی پريښي وو، داخو دپلاردنده وه چی داولادونو لپاره یی باید له لومړي سرڅخه نیکه لاره غوره کړی وای، او هغوی ته یی دنیکی لاري دعاوی کړی وای، یو کس عجب ښه ویلی دی وایی ته چی کله له خپله کوره وزي نوستا دکورله دروازي څخه ډیري لاري وتلي دي، ستا دکورله دروازي څخه که یوه لاره مسجد ته تللی ده خو بله بیا دغونډه ګردانو او لوچګانو دډیري ته تللی ده، که یوه لاره مکتب اوښوونځي ته تللی ده خوبله بیا وروغتون او زندان ته تللی ده، که یوه ښار او دمیلو او حوس ځای ته تللی ده خو بله بیا وهیدیرو اوقبرستان ته تللی ده، اوهمدارنګه که یوه جنت ته تللی ده خوبله بیا دوزخ ته هم تللی ده.

نو اوس په کس پوري اړه لري چی  څومره ژرکیږي دخپل ځان او اولاد لپاره هغه لاره انتخاب کړی کومه چی دالله نبیانو  اودوستانو دخپلو اولادونو لپاره غوښتی او انتخاب کړی ده، وایی که دی چیري ددغو لارو په انتخاب اوټاکلوکی سستي او لټی وکړی نوبیا ته لاره نشي انتخابولی بلکه لاري به تا انتخابوی نو چی هری لاره په مخه واخیستی اوهري کندی ته یی لاهو کړي، ورسره تړلی ده ځکه چي تاخو لاره دځان لپاره انتخاب نه کړه اوس لاره تا انتخابوي نو چي دهري لاری درباندی لاس برشو هغه به دی په مخه اخلي.

 

 

حضرت ابراهیم علیه السلام چی کله دخپله نسل لپاره کومه سیمه او ښار انتخابوي دهغه ښاردامن لپاره دعاکوي( دالله پاک وحضورته لاس پورته کوي او وایی(رب اجعل هذابلدا آمنا وارزق اهله من الثمرات) البقره.

دلته ابراهیم علیه السلام دخپلو اولادونو درزق په اړه دومره ویره نه لري لکه دهغوي دامن اوخوندي توب په اړه چی څومر اندیښنه اوفکر ورسره ده، ولي تاسو ګوری چی اول کی ابراهیم علیه السلام  دخپلو اولادونو اونسل لپاره دامن او استقرار دعاکړی ده او وروسته یی بیا دهغو لپاره له الله جل جلاله څخه درزق طلب کړی دي، نو له دی څخه داڅرګندیږی که څوک دخپلو اولادونوداوسیدو لپاره کومه سیمه او ښارانتخابوي اول کی باید دهغو دامن خونديتوب او حفاظت غم وخوري او وروسته یی درزق په لټه کی شي.

داچی ابراهیم علیه السلام کوم چی دالله جل جلاله خلیل او دوست دی بیاهم  دخپل اولاد دنیکي لاري لپاره له لوی خدای جل جلاله څخه دعاغواړي اودخپل اولاد دراتلونکي په اړه ورسره اندیښنه موجوده وي، نومومږ خوباید هره لحظه لوی پروردګارته په چغوشو اوخپلو اولادونو لپاره ورڅخه نیکه لاره وغواړو، داولادونو په اړه له الله پاک څخه هغه لاره وغواړو چی په دنیا او اخیرت  دواړو کی یی په خیر وي.

ابراهیم علیه السلام وایی، ((( وإذ قال إبراهيم رب اجعل هذا البلد آمنا واجنبني وبني أن نعبد الأصنام ( 35 ) رب إنهن أضللن كثيرا من الناس فمن تبعني فإنه مني ومن عصاني فإنك غفور رحيم ( 36 ) .)) ژباړه: ابراهیم علیه السلام دخپل پروردګارپه حضور کی دعا کوی او وایی ای پررودګاره دغه ښاردامن والا ښارجوړ کړي اوما او زماخاص اولادونه دبوتانو له عبادت څخه وژغوره، ای پروردګاره یقینا دغو (بوتانو) ډیرخلګ بی لاري کړی دي، بس کوم چا چی زما پیروي وکړه هغه زما څخه دی اوچاچی زما نافرمانی وکړه نوته یقینا بخښونکی او مهربانه یی.

نوداچی له ابراهیم علیه السلام سره دا اندیښنه ورسره وه چی اولادونه یی دبوتانو عبادت ونه کړی له خپل نبوت او داولادونو له نیکی څخه باوجود له نوموړی سره دومره زیاته اندیښنه موجوده وه او  الله جل جلاله ته فریاد کوی چی الله زما اولادونه دبوتانو له عبادت څخه وژغوري، نومونږ خو دغه دفساد او افتونوپه دورکی خپل بچیان باید ترلاسونو ټینګ ونیسو چی چیری کومه بده لاره یی راڅخه کش نه کړي.

وایی مسلمان باید له هره لمانځه څخه وروسته دغه دعا وکړی.(( ﴿رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ﴾)) ای الله ماته نیک اولاد رانصیب کړی، حافظ ابن کثیر رحمه الله تعالی د(( رب هب لی من الصالحین په تفسیرکی لیکی: ای الله داسی تابعدار اولاد رانصیب کړه چی زما دپاته شوی کورنی او قوم عوض جوړشي.

دحدیث شریف مضمون دی، وایی له تاسو څخه چی کوم چاباندی له اهل او عیال سره یوځای سحرشي اوله جسماني لحاظه روغ وي،  دیوي ورځي خوراک ورسره موجودوي، دا داسي مانا له لري لکه دغه کس ته چی ټوله دنیا ورکول شوي وي.

قاضي بیضاوي رحمه الله تعالی دنیک اولاد دغوښتني په اړه لیکي: یا الله راته داسي اولاد راکړي چی ددعوت او اطاعت په کارونو کی زمامرسته وکړي اوپه جلاوطني کي زما سره محبت کونکي او غمخوره وي.

مسلمان پلارته په کاردی چی دخپل اولاد ددنیا اواخرت دنیکمرغي او خوشحالی لپاره دالله جل جلاله په حضورکي په چغواو پکارو وژاړي او دهغو په حق کی له پروردګارعالم څخه دعاوي وغواړي، حتی نه یواځي داچی دخپلو اولادونولپاره بلکه دزوم او اودنوموړي کورته دراتلونکي ناوي به اړه هم له الله پاک څخه شپه او ورځ دعاوي وغواړي او هغوته دبرکت اونیکي دعاوي وکړي.

په اخیرکی باید ووایم چی په اروپایی هیوادونوکی داسي مسلماني او افغاني کورني هم شته چی دهغو له کړو وړو او چال چلند څخه کفار متاثره شوی او ددغو جلاوطنه خلګو نیکو اخلاقو دومره اثرورباندی اچولی  چی داسلام په سپیڅلي دین مشرف شوي دي، خو داچي محمد شفیع له داسي لویی بد بختی سره مخ کیږي کوریی خرابیږی او اخیرکی دی ته رسیږی چی خپل هغه اولادونه وژنی دکوم چا لپاره چی نوموړي خپل هیواد پریښي مسافری جلاوطني ته یی مخه کړی وه په پردیس کی یی ددغو اولادونو دخیټي دپالني لپاره دخلګو سپکي سپوري زغملي وي او نتیجه یی دا راوزي چی نوموړي خپل اولادونه وژني اوددغو اولادونو دشر اونافرماني له امله خپله نوموړي دعمرتراخیریني ګړي پوري زندان ته لویږي.

نوداهرڅه چی پیښيږي او زمونږدهیواد وګړي ورسره مخ کیږي لامل یی زمونږپه هیواد کی بل اوردي، که دغه هیواد جوړوي ارامي وي پراختیاوي ورور ولي ایثار اوقرباني وي نو محمد شفیع او دمحمد شفیع رنګه نور افغانان به ولي دغه ټاټوبه پریږده ولي به نن له داسي شرمندګی او رسوایی سره مخ کیږي.

راځی لاس په دعاشو، اوخپلو کي دورورولي او دوستي لاسونه سره ورکړو ترڅو دټولو بهرینو یرغلګرو چاچی دغه هیواد ته دویر او غم اور راوړي مخ تورشي اوپه شرمونو وشرمول شي اوداورته مالومه شي چي دلته نه دپښتون، نه دتاجک،نه دازبک، اوهزاره په نامه کومي ډلی ټپلي جوړولی شو، دغه خاوره کی چي څوک اوسیږي هغه ټول یو افغانان دي اوټول پردغه خاوره باندی قربان دي.

دسمسور او اسلامی افغانستان په هیله

بخت الرحمن (بخت)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x