نظــر

د حقاني د ځوی نیونه د سولې مذاکرات ټکني کوي!

لیکوال: ډاکټر کمال مرجان

تېره پنجشنبه د میزان ۲۴ نېټه د ملي امنیت ادارې ویاند وویل چې د «حقاني شبکې» دوه مهم غړي يې په خوست ولایت کې نیولي دي. یو یې د انس حقاني په نوم معرفي کړ او بل د حافظ عبدالرشید په نوم. ویل کېږي چې انس حقاني د پخواني جهادي مشر مولوي جلال الدین حقاني کشری ځوی دی او حافظ عبدالرشید له ګوانتاناما څخه د ازاد شوي طالب مولوي محمد نبي عمري ورور دی. په دې اعلامیه کې ویل شوي و چې انس حقاني هم مهم کس دی او عبدالرشید یې د کومې ولسوالۍ ولسوال هم ښودلی و.

یوه ورځ وروسته، پرون طالبانو اعلامیه خپره کړه. د طالبانو په اعلامیه کې دا پېښه په بشپړ تفصیل سره ذکر شوې ده. هلته ویل شوي و چې دا دوه کسان چې قطر ته د ازادو شوو طالبانو لیدو ته ورغلي و په بحرین هېواد کې د امریکاییانو له خوا ونیول شول بیا یې اماراتو او قطر ته بوولي او له هغه ځایه یې بیا کابل کې ته راوړي او د ملي امنیت ادارې ته سپارلي.

کله چې په تېر جون میاشت کې د قطر امیر په منځګړیتوب د امریکایانو او طالبانو غیرمستقیمو مذاکراتو نتیجه ورکړه، طالبانو باو برګډال، امریکايي اسیر خوست کې امریکایانو ته تسلیم کړ او هغوی پنځه تنه لوړ پوړي طالبان قطر ته واستول. په خوست کې چي کله باو برګډال امریکايي ځانګړو ځواکونو ته سپارل کېده دا لومړی ځل و چې د دوو متخاصمو اړخونو ترمنځ اوربند شوی و. په هغو مذاکراتو کې یوه ژمنه دا شوې وه چي امریکایان به د هغو ازادو شوو طالبانو د کورنیو غړو ته مشکل نه جوړوي.

اوس چې دا خبره څرګندېږي چې دا دوه کسان ملاقات ته تللي وو او بحرین کي امریکایانو نیولي دي او بیا ملي امنیت اداري ته سپارلي دا ښکاره کوي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د لومړنیو مثمرو مذاکراتو پروسه له خنډ سره مخ شوه.

د دې کار اول ناسم اغیز دا ده چې خلک به د ملي امنیت ادارې پر نورو اعلامیو بې باوره شي. استخبارات چي ډيرې لږې څرګندوني کوي چي هغه څرګندوني يي هم بیا په ټولنه کي ډير تاثیر لري. اوس به د افغانستان د ملي امنیت په اداري ولسي باور ډيره ضربه وویني.

بله بده اغیزه یې دا کيدای شي چي په قطر کي د طالبانو د دفتر چي د دوی یوازینی ادرس دی چي هغه هم له ډيرو اوږدو خبرو او مذاکراتو وروسته تاسیس شو او د امریکایانو ترمنځ به دا لومړني مثمر مذاکرات زیانمن شي. ځکه دواړ جهتونو وعده کړې وه چي یو به بل ته په دي پروسه کي زیان نه رسوي. د یادو مذاکراتو منځګړی هيواد قطر و. کيدای شي د طالبانو دفتر قطر ته شکایت وکړي چي په دي رابطه خپل رول ولوبوي ځکه د یوه معتمد منځګړي په حیث یي د دې مذاکراتو ضمانت کړی و.

که د طالبانو د سیاسي دفتر او امریکایانو ترمنځ د مذکراتو بل بهیر په کومي مهمي موضوع شروع کيږي د طالبانو له خوا به تر بل هر څه وړاندي د دي دوو کسانو په خوشي کيدو ټینګار وي. که امریکایانو ته مذاکرات مهم ښکاره شي نو د افغانستان ملي امنیت اداري ته به امر وکړي چي دوی خوشي کړي. په هغه صورت کي به د ملي امنیت اداري حیثیت ډيره زیاته ضربه وویني.

د افغانستان په دیارلس کلنه جګړه کي یو بد فرهنګ دا رواج شو چي د طالبانو په لاس کي د خارجي اسیر لپاره افغان حکومت د هر طالب خوشي کولو ته تیار دی خو د افغان اسیر بیا پوښتنه هم نه کوي. د یوه یټالیوي لپاره یې د استاد یاسر په کچه طالب مشران خوشي کړل. خو د اجمل نقشبندي لپاره یې بیا د یوه عادي طالب خوشي کيدو ته زړه ښه نه کړ.

امریکایانو د باو برګډال د خوشي کيدو لپاره پنځه تنه مشران طالبان وشی کړل خو که کوم افغان حکومتي کس طالبان ونیسي افغان حکومت د هغه پر سر تبادلي ته تیار نه دی.

اوس که طالبان کله کوم لوړپوړی امریکایی ونیسي نو ډير ژر به دا دوه تنه پر ملي امنیت خوشي کوي. یا که د مذاکراتو پروسه شروع کيږي هم هلته طالبان تري وغواړي دا دوه کسان به خوشي شی.

دغسي ناسم اقدامات یوازی او یوازی د سولی خبرو ته زیان رسوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x