افغانستان

کابل پولیس: د کابل بانک د ټولو متهمانو نېونه زموږ له توانه وتلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د کابل د امنیه قومنداني چارواکي، وايي چې له ټولو هڅو سره سره د کابل بانک په قضیه کې د ټولو ښکېلو کسانو نېونه د دوی له وسه تېره ده.

د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر نن له خبریالانو سره د خبرو پر مهال څرګنده کړه، چې د کابل بانک په قضیه کې د ټولو ښکېلو کسانو له منځه تر اوسه دوی یوازې د اوو تنو په نېولو بریالي شوي او یو شمېر يې چې د معتبرو او زورورو ادارو په ضمانت خوشي اوس مهال یا په تېښته بریالي شوي او یا دوی ته ځان په ګېر نه ورکوي.

د جنرال ظاهر په خبره، په متهمانو کې دوه تنه هندي اتباع هم شامل دي، چې کابل کې د هند سفارت په ضمانت خوشي شوی، چې ده یې د بېرته را ستنولو لپاره له بهرنیو چارو وزارت نه مرسته وغوښته او په وینا، چې یاد کسان باید د يپلوماتیکي پرنسیپونو او اصولو په اساس او یا د انټرپول پولیسو په مټ محاکمې ته دلته راوستل شي.

ښاغلي ظاهر زیاته کړه، چې درې تنه نور هم چې د یوې ادارې، چې ده یې د نامه له یادولو ډډه وکړه، دا مهال تښتېدلي او فراریان دي؛ همداراز دوه تنه نور پاکستان ته تښتېدلي او دوه تنه نور چې د جعلي ضمانت په بدل کې خوشي شي، هم لادرکه دي.

د کابل امنیه قوماندان په داسې حال کې د کابل بانک په قضیه کې د خپلې ناتوانۍ اعتراف کوي، چې ولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې «د تلې په۹مه×»د یوه فرمان په ترڅ کې د کابل بانک دوسیه ، چې په هېواد کې د طالبانو د حکومت له منځه وړل کېدا وروسته په هېواد کې د مالي فساد تر ټولو ستره قضیه بلل کېږي،بیا ځلې پرانېسته او د کابل پولیسو ته یې دنده وسپارله، چې د دریو اونیو په موده کې د دغې قضیې ټول تورن کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

له دغه فرمان وروسته لویې څارنوالي د کابل بانک د قضيې د ټولټالو «۱۹» تورنو کسانو د نېولو امر ورکړ، چې پولیس له دې ډلې د یوازې ۷ تنو په نېولو بریالي او د پاته کسانو د نېولو په برخه کې د خپلې ناتوانۍ ښودلو ته اړ شول.

د لویې څارنوالي ویاند بصیر عزیزي تېره اونۍ ډاډ ورکړی وو چې لویه څارنوالي د امنیتي ارګانونو په همکاري په دې لټه کې دي، چې ژر تر ژره نور متهم کسان هم ونیسي.

د ښاغلي عزیزي په وینا، وویل، چې د ملي بانک رئیس محب الله ساپی او د نوي کابل بانک رییس موسی غازي  ،چې د کابل بانک په قضیه کې تورن پېژندل شوي، له څو ورځو راهیسې خپلو دندو ته نه دي تللي او توانېدلي دي، چې له هېواده بهر وتښتي.

د نوموړي په خبره ، تر دې مهاله د کابل بانک په قضیه کې د ټول ټال ۲۱ تنو ښکېلو کسانو له ډلې خلیل الله فیروزي او شیرخان فرنود په زندان کې او ۱۹ تنه نور د سترې محکمې د پریکړې او نورو معتبرو ادارو په ضمانت ازاد ګرځېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x