افغانستان

کندهار کې سیمه ییز قومندان له یوه دکاندار تناسلي اله پرې کړې

kandahar zulam
د پنجوايۍ ولسوالۍ د تلوکان د کلي د پوستې قومندان مالدار مشهور په کالدار

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په جنوب کندهار ولایت کې یو سیمه ییز قومندان د یوه دکاندار  تناسلي اله  پرې کړې او د بريښنا شاټونه يې ورکړي.

د کندهار ولایت څخه را رسېدلي راپورونه کاږي چې د پنجوايۍ ولسوالۍ د تلوکان د نایب خېلو د یوې پوستې قومندان «مالدار مشهور په کالدار» د مبایلونو یوه دکاندار  حافظ سید نبي ته د بريښنا شاټونه ورکړي او هم يې ترې تناسلي اله پرې کړې.

راپورونه وايي چې نوموړی یې د تلوکان په کلي کې ونیولو، د شپې یې د بريښنا شاټونه ورکړي چې د ګوتو او لاسونو غوښې یې پرې شوي او د لاس د پرې کېدو خطره یې هم شته.

د حافظ نبي وراره د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې په سهار دده نیکه، کاکا او د کلي سپين ګیري ورغلل او نوموړی يې په ۳۵ زره کلدارو په بدل کې خوشې کړ.kandahar zulam 5

نوموړی وايي چې دوی خپل عریضه د کندهار امنیه قومندانۍ، ولایت مقام، ولایتي شورا او د بشر حقوقو دفتر ته رسولې خو تر اوسه یې هيڅ پایلې نه دي ورکړي.

د حافظ نبي د ورار ه له قوله تره یې له تېرو ۴ میاشتو راهیسې د پاکستان د کوټې ښار په یوه روغتون کې بستر دی خو تر اوس یې علاج نه دی شوی.

دا لومړی ځل نه دی چې په کندهار او د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د پولیسو او اربکیانو اړوند شکایتونه کېږي.

څو ورځې وړاندې د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې مسوولینو په یاده ساحه کې دوه وروڼه بې له کوم جرمه مرګوني ووهل.kandahar zulam 3

په کندهار کې د پولیسو د وحشتونو اړوند وروسته تر هغه د شکایت کولو زړورتیا پیدا شوه چې د اتمي امنیتي حوزې پخواني مسوول قومندان جاجو د پېغلې شاعرې مینې انتظار پر کور برید وکړ او نوموړې يې په ټولنیزو رسنیو کې په غندنه او ګیلو خوله خلاصه کړه.

تر دې وړاندې هم د کندهار ښار د درېیمې امنیتې حوزې اړوند د دې سیمې اوسېدونکو ګیلې کړې وي، چې د دې حوزې پولیس د دوی ماشومان له ښوونځي راګرځوي او په پوسته کې پرې غیر اخلاقي ویډیوګانې ګوري.

یاده دې وي تر اوسه پورې د کندهار ښار د زرګونو اوسېدونکو د شکایتونو اړوند د کندهار سیمه اییزو چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x