ټولنیزه برخه

(بد) هېر او (ښه) په یاد لرئ

لیکوال: حامد افغان

دوه ملګري په لاره سره روان وو په خپلو کې یې جنجال شو چې یوه یې دبل پر مخ توده څپیړه ورحواله کړه هغه خوارکی یې ډیر خوږ کړ او پرته له دي چې څه ورته ووایپ کېناست اوپه شګلنه ځمکه یې ولیکل: نن مې ګران ملګري په څپیړه ووهلم.

دواړه روان و چې دسیند غاړي ته ورسیدل، دواړو غوښتل چې په سیند کې ولامبي همدا څپیړه خوړلی کس سیند ته ورښکته شو څو ولامبي چې په تمبلی کې یې پښي ننوتلې او لاندي په غرقیدو شو ملګري یې لاس ونیو او له غرقیدو یې وژغوره ، کله یې چې را وایست نو راغی او یوې تیږې ته کیناست په هغه کاڼي یې ولیکل: نن مې خواږه ملګري له مرګ نه وژغورلم .

ملګري یې پوښتنه ورنه وکړه چې کله مي یوه څپیړه ووهلې نو په شګو دي هغه خبر ولیکله او چې له مرګ نه مي وژغورلې دا خبر دي په کاڼي ولیکله؟! ده ورته وویل : کله چې زموږ په منځ کې پر یوه بل تیری او له یوه بل سره بد رامنځته شي باید هغه په شګو ولیکو څو یې دبښني او تسامح باد ختم کړې، اوکله چې له یوه بل سره ښیګڼه وکړو باید هغه په کاڼي ولیکو چې هیڅ ډول باد یې نشې ختمولی.

دا کیسه د یوه تمثيل په توګه درسره وساتئ، او دا لاندي حکمت او پند ورنه واخلئ چې خپل دردونه په شګو لیکئ چې ژر ړنګ شې اوښیګڼې او خوشالي مو په کاڼو نقش کړئ چې تلپاته وې، که څه هم د یو چا له خوا کم ښه او کم بد دواړه سړي ته یاد وي خو د ښو اخلاقو او غوره ګډ ژوند له پاره لازمه ده چې د هر چا ‘ښه’ یاد ولرو او ‘بد’ یې هېر کړو. متاسفانه موږ کاږه روان یو ‘بد’ په یاد لرو او د ‘ښو’ په کیسه کې نه یو هېروو یې او دا ډیر بد منفي چلند دی، د ښه او ارام ټولنیز ژوند له پاره باید ‘بد’ هېر او ‘ښه’ په یاد ولرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x