نظــر

اوس به معلومیږي چې ولسمشر اشرف غنی سولې ته ژمن دی او کنه؟!

لیکوال: بلال احمد

کله چې ولسمشر اشرف غنی احمدزی د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړ، او د سولې د راوستلو لپاره یې ډیر ګرم کمپاین شروع کړی وو، همغه ؤ چې د هیواد ځوان تعلیم یافته نسل خصوصا د پوهنتونونو محصلینو ورنه پوره ملاتړ اعلان کړ، ځکه چې له دوی سره دا وعده شوې وه چې نور به په ګران هیواد افغانستان کې تلپاتې سوله راولي او جنګ ته به د پای ټکی کیږدی تر څو چې زمونږ هیواد هم د پرمختګ پر لور د نورو هیوادونو په څیر ګړندی پرواز وکړي، او هیوادوال چې له څو لسیزو د وینو په سیلابونو کې غوټې وهي او کړاونه تیروي د تل لپاره د ارامۍ احساس وکړي او له ډیرو ستړیاؤ څخه استراحت وکړي، او نور یې په ټپونو باندې د مالګې پرځای پټۍکیښودل شي او ټول هیوادوال سره یو موټی شي.

ولسمشر اشرف غنی احمدزي چې هر وخت د سولې او ثبات لپاره نعرې وهلې او سوله یې له خپلو اولیاتو څخه ګرځولې وه، ځکه چې سوله نه وي نو هیواد هیڅ ډول پرمختګ نشی کولی او نه هیوادوال د ارامۍ احساس کوي، لنډه دا چې سوله د انسان په ژوند کې داسې مثال لري لکه د انسان په بدن کې د ملا تیر چې په ټول بدن کې مهم رول لري، بله دا چې ولسمشر اشرف غنی احمدزي څو ورځې مخکې د هیواد له یو شمیر سپین روبو او قومی مشرانو او عالمانو سره هم وکتل او له دوی څخه یې د سولې په راوستلو کې پوره مرسته وغوښته ترڅو چې له ولسمشر سره د سولې په راوستلو کې خپلې هڅې ونه سپموي.

که څه هم ولسمشر اشرف غنی احمدزي د سولې لپاره ډیره لیوالتیا ښودلې ده خو متأسفانه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ملی امنیت له لوري په سوله باندې ډیر لوی ګوزار وشو او خپل اعتبار یې د تل لپاره له لاسه ورکړ، هغه دا چې امریکائي چارواکو د تیر جون په میاشت کې د طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې یو امریکائي عسکر راخلاص کړ او د طالبانو پنځه لوړ پوړي چارواکي یې طالبانو ته تسلیم کړل، او کوم شرایط چې د دواړو جانبینو ترمنځ ایښودل شوي ؤ هغې ته طالبانو ژمنتیا څرګنده کړه او په همغو شرائطو باندې کلک ودریدل، مګر امریکائي چارواکو بیا د خپل شخصی اغراضو په خاطر په نړیوال قانون سربیره له طالبانو سره په کړیو ژمنو پښې ورکیښودلې، هغه دا چې له طالبانو سره یې دا هوکړه کړې وه چې د طالب بندیانو قریبان کولئ شي چې د دوی د ملاقات لپاره قطر هیواد ته راشي او دوی به له هیڅ قسم ګواښ سره نه مخامخ کیږی، متأسفانه چې هغه وعده باندې یې وفا ونه کړه.

نو کله چې طالبانو د امنیت ملی ادعا د یوې اعلامیې په ترڅ کې تردید کړه چې ګواکي دوی انس حقاني او عبدالرشید عمري په خوست ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي او دا د دوی لپاره یوه لویه بریا ده، نو همغه ؤ چې طالبانو د امنیت ملی له پروپاګنده څخه پرده پورته کړه او دا یې جوته کړه چې انس حقانی او حافظ عبدالرشید چې قطر هیواد ته د محمد نبی عمری د کورنۍ له لوري راغوښتل شوي ؤ ترڅو چې له دوی سره پس له دیارلس کلونو وګوري، کله چې له قطر هیواد نه بیرته راوګرځیدل نو په بحرین کې د امریکائی چارواکو له لوری دواړه ونیول شول او بیا د متحده عربی اماراتو له دوبی نه کابل ته را نقل شول او بیا امریکائی چارواکو د خپل اعتبار له لاسه ورکولو په موخه دا پړه پر امنیت ملی ور واچوله تر څو چې اعلان وکړي چې دوی یې د نظامی عملیاتو په ترڅ کې نیولې دي، طالبانو دا هم څرګنده کړې ده چې انس حقانی چې د جلال الدین حقانی کشر زوی دی اوس مهال یو طالب العلم دی او د نورو وروڼو په څیر په نظامی او سیاسی فعالیتونو کې هیڅ ونډه نه لري همدا راز حافظ عبدالرشید هم له طالبانو سره هیڅ اړیکې نه لری بلکې د خپل ورور محمد نبی عمری د ملاقات لپاره راغلی وو چې د امریکائي چارواکو له لوری ونیول شو.

لکه څنګه چې طالبان د افغانستان په سوله کې مهم رول لري که چیرې له دوی سره اړیکې ټینګې شي نو واقعا چې په افغانستان کې به تلپاتې سوله راشي، هیره دې نه وي چې طالبانو د خپلې اعلامیې په وروستۍ برخه کې دا هم زیاته کړې ده چې که چیرې امریکائی چارواکي او افغان حکومت د دوی د مشرانو د کورنیو غړي بندیان کوي نو دا به د طالبانو او امریکائی چارواکو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي او دوی بیا څنګه کولی شي چې د سولې په جعلی پروسه باندې باور ولري.

اوس د ولسمشر اشرف غنی احمدزي رول ډیر مهم دی که چیرې نوموړی په ریښتیا سره سوله غواړي او سولې ته ژمن وي نه داسې لکه په تیرو دیارلسو کلونو کې چې ولسمشر کرزي تش په خوله وعدې کولې متأسفانه چې هیڅ عملي بڼه یې نه درلوده، او په خپله دوره کې یې د سولې لپاره هیڅ کار ونه کړ هسې د خلکو د تیر ایستلو له پاره به یې طالبانو ته د وروڼو خطاب کاوو او داسې نور…. نو ولسمشر اشرف غني احمدزی باید له جوش نه بلکې له هوښ څخه کار واخلي او د طالبانو د کورنیو دغه ټیټ پوړي چارواکي چې نه په نظامي او نه په سیاسي ډګر کې رول لري زر تر زره آزاد کړي ځکه چې نوموړي کسان نه امریکا ته مطلوب ؤ او نه افغان حکومت ته، او نه به افغان حکومت له دوی څخه داسې څه ترلاسه کړي چې د طالبانو د ځپلو او یا یې د مهمو مشرانو په نیولو کې ورڅخه استفاده وکړي، که چیرې ولسمشر اشرف غني احمدزی د دوی برخلیک ونه ټاکي او د نورو طالبانو په شان یې د زندان تورو تیارو ته واچوي نو واقعا چې په راتلونکې کې به یې اړیکې له طالبانو سره نورې هم ترینګلې شي او خپل اعتبار به له لاسه ورکړي او بیا طالبان څنګه کولئ شي چې په ولسمشر اشرف غني باندې باور وکړي؟

بلال احمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x