نړۍ

د نړۍ په هوايي ډګرونو کې «اسلام اباد هوايي ډګر» تر ټولو د ټيټ کیفیت لرونکی بلل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د یوې نړیوالي رسنۍ د ترسره کړې سروې له مخې د اسلام اباد هوايي ډګر د نړۍ تر ټولو بد ترین هوايي ډګر نومول شوی.

د کاناډا یوه ویب پاڼه چې هر کال د نړۍ د هوايي ډګرونو په اړه سروې کوي او په دې سروې کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هوايي ډګرونه ازمویل کیږي،د هوايي ډګر ماحول او چاپیریال ته پکې کتنه کیږي او دا جوتوي،چې د ارامتیا، اسانتیاوو او صفايي کچه يې څومره ده او مهم دا چې له مسافرینو سره يې روش او چال و چلند څرنګه دی..

د یادي سروې ګډونوالو دا ځل په غوڅ اکثریت سره د اسلام اباد هوايي ډګر تر ټولو بې نظمه او ناوړه هوايي ډګر نومولی.

د سروې برخوالو  ویلي چې د یاد هوايي ډګر عمله داسي سلوک کوي لکه په مرکزي زندان کې چې د زندان ساتونکي يې له بندیانو سره کوي او په دې سربیره هر وخت د هوايي ډګر کارکوونکي د مسافرو په منظم کولو کې پاتي راغلي وي.

باید وویل شي چې له دې مخکې د تیرو درو کلونو لپاره د منیلا (فلیپین) هوايي ډګر دا اعزاز درلود؛ خو د روان کال په سروې کې داسي ښکاري چې خدمات یې تر پخوا ښه شوي او اوس وار د اسلام اباد هوايي ډګر ته را رسېدلی..

د سروې سره سم دوهم نمره هوايي ډګر د سعودي عربستان د ملک عبد العزیز نړیوال هوايي ډګر دی، او په دریم نمبر باندي د نیپال د پلازمیني کتمنډو هوايي ډګر راځي، او همداسي د منیلا وروسته د ازبکستان دتاشقند هوايي ډګر په پنځم نمبر باندي راځي.

په شپږم نمبر باندي د فرانسې د ټل په نامه هوايي ډګر، د جرمني د فرانکفورت هوايي ډګر په اووم نمبر، او د اټالیا یو هوايي ډګر په اتم نمبر، د جرمني برلین ټیګل په نامه هوايي ډګر په نهم نمبر، په داسي حال کې چې د نیویارک لګوارډیا هوايي ډګر په لسم نمبر باندي راغلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x