خارجي ځواکون دچاپې پر مهال 6عام وګړي وژلي

entring-houseنن.ټکي اسیا ته په رارسیدلی خبرونوکې ویل شوي تیره شپه خارجي ځواکونو دهیواد په دوو ولایتونو غزنی او وردګو کې دچاپي پر مهال پنځه تنه عام وګړی چې یویې دمدرسې زده کونکي دی  وژلي دي .
په خبرونو کې راغلی درې تنه هغه وخت دامریکايي عسکرو له لوری ووژل شول چې دغزنی په ناور ولسوالی دسوخته په سیمه کې یې په یوه کور چاپه ووهله ،عینی شاهدان وایي امریکایی عسکر کور ته له ننوتو سره سم ډزې پیل کړې چې له امله ېی دکور درې غړي ووژل شول.
دیوه بل خبر لمخې تیره شپه دوردګو ولایت دچک ولسوالۍ دادم خیلو په کلی کې دپشم ګل پر کور یر غل وروړ .
دوردګو دوالی ویاند شاهدالله شاهد رسنیو ته ویلی چی عملیات وروسته له هغه ترسره شول چې په یاده سیمه کې دپشم ګل په کور کې وسلوال طالبان راغونډ شوي وو او پر بهرنیو ځواکونو یې ډزې وکړې ،چې په ترځ کې یې یو عام وګړي(پشم ګل )او دوه وسلوال کسان وژل شوی .
له بلې خوا دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوالی دویاند خبرې رد کړي او زیاته یې کړه چی په پیښه کې وژل شوی کسان عام وګړي دی او دعملیاتو پر وخت طالبان نه وو موجود.
احمد بریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د