نړۍ

مکين: اسلامي دولت به ډېر ژر بغداد ونيسي

نن ټکی اسیا (ىوشنبه، د تلې۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا د مشرانو جرګې غړی جون مککين وايي، چې اسلامي دولت مخ پر وړاندې روان دی، د امريکا او نړيوالو هوايي بريدونه بې ګټې دي او اسلامي دولت به ډېر د عراق پلازمېنه بغداد ونيسي.

ښاغلي مکين د امريکا « سي ان ان» ټلويزون سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل، چې اسلامي دولت به ډېر ژر د بغداد هوايي ډګر ونيسي او کولای شي، چې د چاودنو او سرتېرو بريدونو په مټ د عراق پلازمېنه بغداد فتحه کړي.

مکين زياته کړه، «د اسلامي دولت پر ضد د امريکا هوايي بريدونه د يوې سالمې نظامي ستراتيژۍ له مخې نه دي ټاکل شوي، نو له همدې امله موږ ویلی شو، چې اوباما تر څو خپله پوځي کړنلاره نه وي سمه کړي، دغه بريدونه بې ګټې دي.»

مکين انديښنه څرګنده کړه، چې که امريکا همداسې روانه وي، نو اسلامي دولت به ډېر ژر د خپل واک او ځواک سيمه پراخه کړي.

د يادونې وړ ده، چې اسلامي دولت د سوريې کردي مېشته سيمه کوباني «عين العرب» ډېره برخه نېولې او د امريکا په ګډون د سيمې ډېری هېوادونه يې اندېښمن کړي دي او د ترکيې په ګډون د نړۍ له ګردو هېوادونو يې غوښتي، چې کوباني کې د اسلامي دولت د پرمختګ مخه ونيسي.

هر ځای، چې د امريکا ګټې وي، هلته جګړه کوي

د الجزيرې ټلويزون مشهور ژورناليست دکتور فيصل القاسم وايي، چې د کوباني کردان د امريکا له نظره تروريستان وو، مګر د اسلامي دولت پر ضد بيا د دغو کردانو ملاتړ کوي، ځکه چې دلته د امريکا او نړيوالو ګټې خوندي دي او سوريه کې د اسد رژيم، چې د خپل ولس ټول وژنه پيل کړې، د هغې په اړه بيا امريکا هيڅ نه وايي.

فيصل قاسم زياتوي، چې يمن کې ايران پلوه شيعه مليشې حوثيان د خلکو کورونه لوټي او د ولسي وګړو پر ضد له هر ډول تاوتريخوالي کار اخلي او زرګونو خلک يې وژلي او ورځ تر بلې پر مختګ کوي، د هغو په اړه بيا نړۍ هېڅ نه وايي.

د سياسي چارو کار پوهان په دې اند دي، چې امريکا د خپلو ګټو لپاره هر ځای په هر نوم جګړه کولای شي او چې کوم ځای د امريکا ګټې نه وي او د بشري حقونو تېري د امريکا د ګټو لپاره کيږي، بيا نو پرې سترګې پټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x