
غور: د چارسدې ولسوالۍ درې سوه اربکيان طالبانو سره يو ځای شوي
نن ټکی اسیا (ىوشنبه، د تلې۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د غور ولايت چارسدې ولسوالۍ مرغاب سيمه کې درې سوه اربکيان او د هغو پلويان د قومي مخورو او سپين ږيرو په واسطه د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.
احمدي زياتوي، چې دوی تسليم شويو کسانو ته هر کلی وايي او د هر ډول مرستو ډاډ ورکوي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو د دولتي چارواکو او اړوندو منسوبينو لپاره د جلب و جذب او دعوت و ارشاد په نوم دوه جلا جلا کميسيونونه ټاکلي او له دې لارې هڅې کوي، چې دولتي چارواکي ورتسليم کړي.
په دې وروستيو کې د هېواد له ډېرو سيمو داسې خبرونه راځي، چې د ملي اردو عسکر، پوليس، اربکيان او نور دولتي منسوبين طالبانو ته تسليميږي.
جهاد په هر مو مین نر او شزه فرض دی نن صبا