افغانستان

کابل: د پولیسو افسر د غلو بانډ جوړ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي چې د هېواد په پلازمېنه کابل کې د پولیسو یو افسر د غلو بانډ جوړ  کړی.

ددغه ولایت امنیه قومندان جنرال ظاهر  وايي چې دوی ۷ تنه چې  د پولیسو له رینجر موټر او جامو يې په ګټه اخېستنه  د خلکو کورونه د تلاشۍ په نوم لوټل او مشري یې د پولیسو یو افسر کوله، نیولی دی.

جنرال ظاهر په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې که څه هم نوموړی د پولیسو له لیکو وتلی خو داسې انديښنې شته چې نوموړی دی اوس هم د پولیسو په لیکو کې مامور وي او د پولیسو له یونیفارم، رنجر موټر او وسلې څخه ګټه اخلي.

امنیه قومندان په وینا د یاد افسر نوم جنرال دی او د ۷ کسیزې ډلې مشري کوي.

د نوموړي په وینا جنرال د کابل په شپږمه، اومه او اتمه حوزه کې څو کورنونه د تلاشۍ په نوم داسې تلاشي او لوټلي وو چې د پولیسو یونیفارم یې په تن او رینجر موټر هم ورسره و.

په دغه خبري ناسته کې د «جنرال» اوه کسیزه بانډ هم خبریالانو ته وښودل شو خو خپل جنرال خبریالانو ته ونه ښودل شو.

دغو ۷ کسانو خبریالانو ته وویل چې دوی «جنرال» نومې کس د پولیسو په نوم جذب کړي وو  او هر یوه ته يې د میاشت ۱۵زره افغانۍ معاش ورکول.

نیول شوو کسانو همدا راز ویل چې جنرال هره ورځ د کورنیو چارو وزارت ته راتللو او دوی نه پوهیدل چې نوموړی پولیس دی او کنه.

په هېواد کې د پولیسو او اربکیانو لخوا د تلاشۍ په نوم د  عامو خلکو  کورونه لوټل څه نوې خبره نه ده.

تر دې وړاندې هم د روان کال د زمري د میاشتې په وروستۍ شپه د پغمان ولسوالي ته څېرمه د قرغې په دولارې کې د پولیسو له یونیفورمه په ګټه د يوې کورنۍ پنځه مېرمنې له لوټ وروسته د جنسي تېري ښکار شوي.

د سیمې خلکو په دغه قضیه کې هم د کابل پولیس ښکېل بلل او ټينګار يې کاوه چې دغه ډله ټول په یاده سیمه کې فعاله پولیس وو. خو د کابل د پولیسو ویاند بیا پر دې ټينګار کاوه چې دوی یواځې دپولیسو له یونیفورم، پېژندکارتونو او وسلو نه کار اخیستی.

همدا راز څه موده وړاندې د کندوز په چاردرې ولسوالۍ کې اربکیانو د عامو خلکو کورونه د تلاشۍ په نوم لوټلي و چې عامو خلکو يې پر ضد یو لاریون هم ترسره کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x