نړۍ

ايران: «يمن کې د ايران پلوو حوثيانو پرمختګ زموږ په مرسته روان دی»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د ایران د مذهبي مشر اية الله علی خامنايي د نړيوالو چارو سلاکار علي اکبر ولايتي وايي، چې يمن کې د «انصار الله» شيعه ايران پلوې ډلې حوثيانو پرمختګ د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې روان دی او دوی د دغې ډلې تر شا ولاړ دي او هر ډول مرستې ورسره کوي.

علي اکبر ولايتي د ايران پلازمېنې تهران کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د انصار الله «حوثيانو» پرمختګ يو تاريخي نوښت دی او خلک هم بايد په دې پوه شي، چې دغې ډلې سره د ايران هر ډول مرسته او لاسنيوی شته.

د ايران رسمي خبري رسنۍ د ولايتي له قوله وايي:« انصار الله به يمن کې هغه شان د ایران د ګټو ملاتړ کوي، لکه حزب الله يې چې لبنان کې کوي.»

ايراني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د سيمې هېوادونه تور لګوي، چې حوثيان شيعه وسله وال د ايران د ګټو لپاره يمن کې جګړې کوي.

د حوثيانو پرمختګ د سعودي لپاره ستر ګواښ دی

د منځني ختيځ د چارو کارپوه او د ګارډين ورځپاڼې ليکوال نېل پيټريک په خپله نوې مقاله کې ليکلي، چې سعودي عربستان د اسلامي دولت پر ضد نړيوال ايتلاف کې ستره ونډه لري، مګر دا کار د سعودي په زيان دی، ځکه چې سعودي اسلامي دولت ځپي، مګر بل پلو ايران پلوې شيعه مليشې د سعودي سويل يمن کې مخ پر وړاندې روان دي او دغلته د سعودي پلويان او حکومت يې کمزوري کړي دي.

نېل پيټريک زياتوي، چې د حوثيانو پر مختګ د سعودي عربستان لپاره ستر ګواښ دی.

د پيټريک له قوله، سعودي عربستان سيمه کې اسلامی دولت او نورو جهادي ډلو سره دښمني پالي او دا کار د ايران په ګټه دی؛ ځکه چې ايران غواړي، سيمه کې سني جهادي ډلې له منځه يوسي او ميدان به عراق، شام او يمن کې ایران پلوو مليشو او حکومتونو ته پاتې شي.

پيټريک ټينګار کوي،«د اسلامي دولت پر ضد د هوايي بريدونو له امله سعودي له کورنيو او بهرنيو ستونزو سره مخ دی، ځکه چې سعودي ولس هم د دغې روانې جګړې پر ضد دی او هغه خلک له اسلامه وتلي بولي، چې د بل مسلمان په وژلو کې مرسته کوي او همدا رنګه يمن او شام کې ايران پلوه شيعه ملېشې او د بشارالاسد حکومت د سنيانو پر ضد قوي پوځي عمليات کوي او دا هر څه د ايران په ګټه او د سعودي عربستان په زيان دي»

حوثيان څوک دي؟
انصار الله ډله، چې په يمني حوثيانو پيژندل کيږي، ۱۹۹۲م کال د حسين حوثي له خوا جوړه شوې او يمن کې د ايران په مرسته د حکومت او ولسي سنيانو پر ضد وسله وال عمليات کوي.

راپورونه وايي، چې دغه ډله يمن کې د سنيانو پر کورونو بريدونه کوي او د هغوی ښځې، ماشومان او سپين ږيري وژني او کورونه يې لوټي او تر اوسه د سعودي عربستان، امريکا او نړيوالو بشري ټولنو په ګډون هيچا د حوثيانو د ظلمونو او تېريو په اړه څه نه دي ويلي.

دمنځني ختيځ د چارو کارپوهان وايي، چې د حوثيانو د وسله وال پاڅون ستره موخه د يمن پر ځای سعودي عربستان دی او د وخت په تېرېدو به دغه هېواد کې هم خپل قوي فعاليتونه پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر بړیڅ احمدی

د ایران- یهودو او امریکایانو منافغ په یو ځای کی هم سره په تضاد کی نه دی – ددوی مخه باید ونیول شی ولو که د سعودی د اوسنی حکومت د ملاتړ پّه واسطه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x