افغانستان

هلمند: طالبانو د عسکرو پنډغالی الوزولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې يې د اردو او پولیسو ګډ نظامي مرکز د تونل په واسطه په بمونو الوزولی او سیمه يې تر واک لاندې راوستې ده.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې د دوی ملګرو له څه وخت راهیسې دې مرکز ته د تونل پر کیندلو بوخت و، چې تېره ورځ يې د همدې تونل په مرسته ترنظامي مرکز لاندې خښ شویو بمونو ته چاودنې ورکړې دي او له لنډې جګړې وروسته يې په مرکز واک ټینګ کړی دی.

قاري محمدیوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې وايي چې دغه مرکز خورا ستراتيژیک موقعیت درلود چې په «فتحه» کولو يې د طالبانو په وړاندې د پراخو سیمو لارې خلاصې شوي.

خبر پاڼه وايي چې په دغه جګړه کې يې ګڼو عکسرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې «…ورسره سم یې ورباندي جګړه پیل کړه چي ډیر ژر نوموړی مر کز فتح او ډیری عسکر پکي مړه او ژوبل شول چي 4 تنه یې لاهم دجګړې پر ډګر پاتې دي او نور پاتې عسکر یې په تیښته بریالي شول.»

د قاري یوسف احمدي په وینا په دې مرکز باندې د واک له ټینګولو سره يې له عسکرو نه ګڼ شمېر مهمات هم تر لاسه کړي دي.

یاده دې وي د طالبانو په تکتیکونو کې لومړی ځل د کندهار مرکزي زندان ته نږدې درې سوه متره تونل وکیندل شو چې په مټ يې طالبانو سلګونه ملګري له دې زندانه خلاص  کړل.

دکورنیو چارو وزارت مسوولینو یا هم د هملند سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x