دیني، سیرت او تاریخ

په قرآن کې ارواپوهنه ـ پنځمه برخه

لیکوال: دکتور محمد عثمان نجاتي
ژباړن: دادمحمد ناوک

پر انګېزو برلاسي کېدل

 د پورته خبرو په پايله کې دغه خبره روښانه کېږي، چې الله جل جلا له د انسان او حيوان په فطرت کې داسې فزيولوژيکې انګېزې پيداکړې دي چې د هغوى په واسطه د ځان ساتنه، د ډول پايښت،او…کولاى شي. نو پر همدې اساس د دغسې انګېزو پرځاى کول يو طبيعي امر دى ځکه چې د انسان د ډول پايښت او دژوند دوام ورپورې تړلى دى.

 پرهمدې دليل د قرآن کريم سپيڅلي احکام له همدغوانګېزو سره همغږي دي او تايئدوي يې، مګر د اسلامي مقدسو شرعي حدودو په نظرکې نيولو سره د دغو انګېزو د پلي کولو غوښتونکي دي. ځکه خو دلته بايد دوه خبرې زده کړو:

• د انګېزې څارنه:

 تل بايد د يوې انګېزې څارنه وشي او په داسې وخت کې يې له پلي کولو سره مقاومت وکړو چې پکې روا، نه وي. په ټوليزه توګه د انګېزې ردولو ته  د انګېزې څارنه نه وايي. ځکه چې کېداى شي په روا وخت کې سړى دغه انګېزه پوره کړي.

• د انګېزې ردول:

 پر دې مانا چې انسان يوه انګېزه يا وړه وګڼي او يا هم له ډاره بېخې ترې منکر شي،په دغسې وخت کې انسان هڅه کوي دغه انګېزه بېخې له مغزو وشړي، ځکه چې په پوره کولو کې يې ځان ګناهکار ورته ښکارېږي. دغه ردول، د انسان په لاشعور کې کېږي.
مګر موږ ته قرآن د فطري انګېزو د ردولو امر نه کوي، بلکې د هغوى دساتنې او څارنې راته وايي. چې برلاسي پرې پيداکړو او دغه انګېزې داسې پوره کړو چې د ټولنې او ځان په ګټه مو وي. قرآن ښکاره د فزيولوژيکي انګېزو د پوره کولو امرکوي:

ژباړه: اى د ايمان څښتنانو! پاک مه حراموئ، په داسې حال کې چې الله جل جلا له حلال کړي دي، د (الله جل جلا له له حدودو) تېرى مه کوئ، چې د غسې خلک دالله جل جلا له نه خوښېږي. دالله جل جلا له هرڅه درکړې حلاله اوپاکه روزي وخورئ، او له هغه الله جل جلا له څخه ووېرېږئ، چې تاسې ايمان پرې راوړى.(المايده،٨٧_٨٨آية)

ژباړ: ستاسې ښځې ستاسې کښت دى، نو خپل کښت ته چې مو څنګه خوښه وي ورشئ…(بقره، ٢٢٣آية)
په دې مبارک ايات کې د بشر جنسي انګېزې ته اشاره شوې ده،له ښځو نه مؤخه د نارينه وو خپلې په شرعي اصولو منکوحې دي، چې هروخت د دوړاو په خوښه خپله جنسي اړتيا پوره کولاى شي.

 مګر بياهم قرآن ، انسان د خپلو انګېزو د پوره کولو په لار کې هسې خوشى نه دى پرې اېښى بلکې د انګېزو د پوره کولو له پاره يې اصول او لارې ورښوودلې دي، چې پرهمدې اساس د انسان د فطري انګېزو د مړښت او پوره کولو له پاره دوه اصول وړاندې کوي: لومړى دا  چې د انګېزو پوره کول له شرعي لارې وي، دويم د دې انګېزو په پوره کولوکې (تعدل) په پام کې ونيسي چې افراط او تفريط پکې ونه کړي.
الله جل جلا له د جنسي انګېزې د څارنې او سمې پوره کولو له پاره (نر او ښځه ) پيدا کړل، د دواړو ترمنځ يې مينه وکرله او د دې مينې او جنسي انګېزې د مړښت په پايله کې کورنۍ جوړېږي.

ژباړه: د الله جل جلا له له نښانو نه، دا هم ده چې تاسې ته يې ستاسې له جنسه جوړه پيداکړه، چې په څنګ کې يې ارام واوسئ اوستاسې ترمنځ  يې مهرباني پيداکړه اوپه دې کې هم د هغه چا له پاره چې فکر کوي، نښانې دي.(روم، ٢١آية)

ژباړه: هغوى(ښځې) ستاسې لباس دي او تاسې دهغوى…(بقره، ١٨٧آية)

قرآن مسلمانان ځوانان يوه ټولنيز ژوند ته هڅوي او داسې څه ته يې نه پرېږدي چې د جنسي انګېزې د غلبې وېره دي وي؛ ځکه چې په دغسې ټولنيز ژوند کې بيا د دغې انګېزې ښه څارنه کېداى شي. ځکه خو قرآن مسلمان ته امر کوي، چې له نامشروع لارې ځان وساتي او همدارنګه ښځو ته هم د ويښتانو او سينو(چې کېداى شي د نارينه وو د جنسي تحرک سبب شي) د پټولو امرکوي.

 د اسلام ستر پيغمبرحضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم د پردۍ ښځې سره د سړي خلوت جداً منع کړى دى، ځکه چې په تنهايي کې د جنسي انګېزې د تحرک وېره شته او دغه تحرک بيا د خطا او ګنا سبب کېږي. همدارنګه قرآن کريم  د کور د خدمت ګارانو يا هم ماشومان د څارنې امرکړى چې په دريو وختو کې هغې خونې ته چې ښځه اومېړه پکې ويده کېږي، داخل نه شي: د سهار ترلمانځه مخکې، له غرمې وروسته او دماخستن له لمانځه وروسته:
ژباړه: اى د ايمان څښتنانو! (پوه شئ چې ) ستاسې خدمت ګاران او نابالغه ماشومان په شپه ورځ کې بايد په درې وختو کې له تاسې اجازه وغواړي، د سهار له لمانځه مخکې، بل د غرمې په وخت کې چې جامې وباسئ او درېيم د ماخستن تر لمانځه وروسته، چې دغه درې وختونه ستاسې د خلوت دي اوله دې دريو وختو وروسته ستاسې او د هغوى څه پروا نشته چې يو بل ته تګ راتګ وکړئ.الله جل جلا له خپل آياتونه تاسې ته داسې روښانه بيانوي او الله جل جلا له عليم او حکيم ذات دى.(نور، ٥٨آية)

 په اغلب ګومان په پورته يادو دريو وختونوکې انسان په داسې جاموکې وي چې په ټولنيز ورځني ژوند کې هغه نه اغوندي، نو په داسې وخت کې د ماشوم يا خدمت ګار بې اجازې ننوتل ښه نه دي، ځکه چې په دې وخت کې يو ماشوم ممکن هغه څه وويني چې ده ته نه ښايي، هغه هم بيا د مور او پلار اړوند!!
اروايي څېړنو دا ثابته کړې ده چې دغسې لېدنې د ماشومانو پرذهني ودې ډېرې بدې اغېزې کوي.

پردې سربېره په راډيوګانو، ورځپاڼو …کې تل د هغو ټولنو په اړه چې هلته دغسې اسلامي لارښوونې نه عملي کېږي ډېرې بدې خبرې اورو، چې نجونې او ځوانان يې په څومره بې لاريو سر دي او د دغسې بې لاريو پايلې ټولو ته معلومې دي.

قرآن کريم انسان د بريد او مالکيت پر انګېزې د غلبې له پاره هم هڅوي، مثلاً هر مسلمان بايد پرنفسي تمايلاتو واک ولري، د خپلوي خيال او جسمي او رواني انګېزې وساتي. د بريد د انګېزې په اړه قرآن کريم ښکار حکم کوي، چې پر نورو بايد نه لفظي او نه جسمي بريد وکړئ، بلکي ملايم ورسره وچلېږئ:

ژباړه:او هغه کسان چې (په تهمت) مؤمنانو سړيو او مؤمنانوښځوته ايذاء رسوي،بې له دې چې هغوى دغه کار کړى وي (په ناکړي کار)، نو بې له شکه دوى پرځانونو غټ بار او ښکاره ګناه باروي.(احزاب، ٥٨آية)

 همدارنګه د مالکيت د انګېزې د څارنې په پار قرآن کريم انسان له بخل، سود، غلا او په ناحقه د مال خوړلو څخه منع کړى دى او په مقابل کې يې د الله جل جلا له په لار کې د صدقې، خيرات او ذکات امرکړى دى، الله جل جلا له فرمايي:

ژباړه: نوله خدايه وډار شئ، څومره چې کولاى شئ، حق خبره واورئ او ويې منئ او له خپله ماله د اخرت د ذخيرې په تمه فقيرانوته نفقه ورکړئ او چا چې له بدخوى او بخل نه ځان وساته همغوى کاميابان دي.(تغابن، ١٦آية)
پاتې شته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x