fbpx

طالبانوپه هلمند کې داوربند خبره رد کړه

تTaliban-militants1یره ورځ رسنیو په افغانستان کې د امریکا د سمندري پلیو ځواکونو قومندان اودهلمند والي ګلاب منګل له خولې یو راپور خپور کړ چې دهلمند دسنګین په ساروان کلا سیمه کې له سیمیزو طالبانو او قومی سپینږرو سره موافقې ته رسیدلي چې نوربه په یاده سیمه کې ددولت او ایتلافي ځواکونوپر ضد عملیات نه کوي،

او دې سیمې ته به دنوروځاینودوسلوالو طالبانو دراتګ مخه نیسي دترسره شوي تړون لمخې به خارجي ځواکونه په خپل سر دخلګوکورونو ته تلاشۍ او پلټنې لپاره نه ورځي.

له بلې خوا دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدی دا ادعا په کلکه ردوی او دا یې یوه تبلیغاتي خودساخته هڅه بللي نوموړی په دې هکله څرګندونې کړې او رسنیو ته ېې لیږلې (نن ټکی اسیا ) دا څرګندونې په رالیږل شوې بڼه خپروي.


 

دهلمندپه سنګین کې داوربندد اوازې په اړه داسلامي امارت دویاند څرګندونې  

له تیرو دوو ورځو راهیسې  په یوشمیر کورنیو او بهرنیو رسنیو کې ددښمن له خوا داسې  اوازې او ناسم خبرونه په مکرره توګه خپریږي چې د دوی په وینا دهلمند دسنګین ولسوالۍ دساروان کلا په سیمه کې  سیمیزو خلکواو مجاهدینو له دښمن سره روغه جوړه  کړې او یوې داسې موافقې ته رسیدلي چې نور به په دې سیمه کې په دښمن باندې بریدونه نه کیږي .

دهلمند ولایت  لپاره دامریکایانو له خوا دنومول شوي والي ګلاب منګل له خوا دا اوازه داسې مهال راپورته شوې چې دهلمند دنورو سیمو غوندې دسنګین په ولسوالۍ کې هم سږ کال دژمي له رابریدو سره داسلامي امارت دمجاهدینو جهادي عملیات نه دې ساړه شوي بلکی دپخوا غوندې ادامه لري ،دې حقیقت ته په پام سره په جوته توګه معلومیږي چې ددښمن ددا ډول پوچو ادعاګانو موخه او لامل څه کیدای شي .

زمونږ له انده له جګړې ستړی او له ماتې سره مخامخ دښمن اوس غواړي دداډول بې اساسه تبلیغاتو په توسط تریوه حده خپل مات شوي دریځ ته دروغجنه  تکیه ورکړي او خپل ستومانه سرتیري دبریالیتوب په خیالونو کې وساتي ، دښمن ډیر ځله داسې پوچې او غرضي ادعاګانې دداسې سیمو په اړه کوي چې له مطبوعاتي پوښښ څخه ډیرې ګوښه وي ، دوی تردې وړاندې یوځل  دسنګین ولسوالۍ په همدې سیمه کې په مجاهدینو تور پورې کړی وه چې یو لس کلن ماشوم یې اعدام کړی دی  خو وروسته چې پلټنې وشوې هغه اوازه هم   محض دروغ وختله ،ددې وروستۍ پیښې په اړه هم کله چې داسلامي امارت سیمیزو مسئولینو پلټنه وکړه په یاده شوې سیمه یاد هلمند په بله برخه کې یې هیڅ  داسې مورد ونه موند چې له دښمن سر ه دې  دمجاهدینو یاسیمیزو ولسي خلکو له خوا داسې کومه معامله ترسره شوي وي .

لوړواقعیت ته په پام سره دافغانستان اسلامي امارت ددښمن دابې بنیاده ادعا په کلکه ردوي ، اوهغه رسنۍ چې دابې اساسه ادعا یې نشر کړې یا یې لاهم تکراروي دژورنالیستکي اصولو نقض کوونکي بولي ، عام افغان اولس او رسنۍ باید ددشمن دداډول تبلیغاتو په اړه ډیر هوښیار او ځیرک واوسي ،دښمن ته اوس یوازې همدا تبلیغاتي مانورونه  ورپاته دي نوځکه  هره ورځ او اوونۍ زړه نه لویدونکې او دروغجنې اوازې راپورته کوي ،زمونږ بادرکه اولس او مجاهدین باید اجازه ورنکړي چې دشمن په داډول دسیسو کې بریالی شي .

دافغانستان داسلامي امارت ویاند

قاري محمد یوسف احمدي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د