fbpx

جهاد د مسلمان د بقا ضامن

حمدالله حلمیار

سعودي مېشتی لیکوال او شاعر

د مسلمانانو عزت په جهاد کي نغښتی ده، کله چي مسلمانانو جهاد ته شا کړه نو د ذلت ورته مخه شوي ،تاریخ شاهد دی چي د جهاد په برکت مسلمانانو پر نړۍ راج چلولی، دکفارو لویو بادشهانو د اسلامي حکومت په سیوري کي دخپل ژوند بقا او د خپل ولس ارتقاء غوښتي ده، خو کله چي مسلمانانو دتورې دشرنګا پر ځای د شرابو د جامونو شرنګا او د نڅیدونکو نیم بربنډو پیغلو د پایزیبو شرنګا ته خوب یوړل، د عزت هغه لوی غر یي را ونړید کوم چي یي پلرونو د خپل سر په وینو ګټلی وو،

جهاد دعزت لاره ده اسلامي امت چي کله هم له دغې لاري یو قدم هاخوا تللی ده نو د ذلت پر لار وربرابر شوی او د هلاکت کندې ته لویدلی ده، د تاریخ هنداره ډیره شفافه ده د اسلافو ښې او بدې چارې یي په ډیره ښه توګه ثبت کړي دي، او دا هم یو تجربه شوی حقیقت ده چي تاریخ تکراریږي،

په ۱۴۹۱ عیسوي کال کي داسلامي اندلس کمزوري بادشاه ابو عبدالله د خپل وزیر ابو القاسم په لاس له ملکه ازابیلا او پاچا فردیناند سره معاهده لاسلیک کړه چي همدغه لاسلیک سره د اندلس د غازیانو علني مبارزه پای ته ورسیده او د اندلس زمری موسی ابن ابی غسان له څو نومورکو غازیانو سره تر هغو وجنګیدی تر څو یي د شهادت جام پر غاړه واړاو

دا هرڅه ځکه وشول چي د وخت حکمرانانو یي خپل ولسونه د بیداری پر ځای د لټۍ او عیاشۍ په خوب روږدي کړي ول، سره له دې چي اندلس د هغه وخت د فنونو او علومو یوازینی مرکز وو تر دې چي اوسنیو متمدینو او ترقي یافته اروپایانو به هم هلته د علم او فن د حاصلولو لپاره سفرونه کول، د اندلس مسلمانانو دا خبره ډیره مشهوره وه چي هر سړي یي په خپل کور کي یو لوی کتابتون درلود ، له علومو او کتابونو سره د خلګو مینه تردې حده وه چي د جمعې په ورځ به د خلګو په ګڼه ګوڼه کي د رنګارنګ او عجایبو کتابونو لیلام لګیدی چي دې لیلام ته به له لیرې ځایونو څخه خلګ د نادرو کتابونو د ترلاسه کولو لپاره راتلل، د اندلس مسلمانانو ډیر هوسا او مترقي ژوند درلودی،  هغوی دا هیر کړي وو چي دوي د قلم او کتاب له کارولو سره سره د تورې او نیزې استعمال ته هم اړتیا لري، هغه کسان چي مسلمانانو ته دا توصیه کوي چي باید له تورې او نیزې څخه کرکه وکړي، او یا د اوسني عصر ټوپک او نورو مروجه وسلو څخه لیري واوسي دا اصلاً د مسلمان امت په ورکیدلو پسي را اخیستي ده، د مسلمانانو د بقا ضامن توره او ټوپک ده، ځکه د قلم دفاع په قلم کیږي او د ټوپک ځواب په ټوپک، که چیرته علم، فن، او مترقي ژوند د بقا ضمانت کولای نو نن به اندلسي مسلمانان د یو لوی قوت په شکل کي د ځمکې پر کره موجود وای،

له دې تړون وروسته داندلس د مسلمانانو د ژوند هغه تورې ورځې پیل شوې چي تیاره له ورځني ویریدله، یوازي دڅو کلنو د ذلت له ژوند کولو وروسته ابو عبدالله او د هغه بي اسرې ولس خپل دردناکه اختتام پخپله سترګو ولید، چي په یادولو یي دادی سلګونو کلونو وروسته هم د هر مسلمان پر زړه د درد څړیکه راځی، داده نن ووږ او تاسو وینو چي د هماغي امریکا یو بل فریدیناند راغلی ده او زموږ د غیرتي او مسلمان ولس د نابودولو طرحه شوي پلانونه یي د عمل ډګر ته را وړاندي کړي، او ګام پر ګام هغه د خپلو پلرونو بریالي میتودونه په کار اچوي، زموږ له ګوډاکي حکومت سره د ذلت د ژودد تړونونه لاسلیکوي، زموږ په مسلمانه ټولنه کي،  عریاني فحشا او غربت عاموي،  ځوان نسل مو په د سیکولریزم په ناولي تیوري  ککړوي، دښځو د حقوقو تر عنوان لاندي د پتمنو خویندو د پت او عزت د لیلامولو لاري چاري لټوي، زموږ په ماغزو کي دا فکر را پیچکاري کوي چي باید له ټوپکه کرکه وکړو، هغه د پلار او نیکه زاړه ټوپکونه تو دوی ته د DDR  د پروګرام له لاري دڅو پیسو په بدل کي ورکړو، ځکه دوی پوهیږي چي تر څو له مسلمان سره د ځان د دفاع لپاره وسله موجوده وي، او له وسلې سره مینه نو مسلمان په پوره مانا مسلمان او د دوی لپاره لوی خطر ده،
په پای کي دا وایم چي لوی خدای جل جلاله دي دا څو کسه مبارزین او مجاهدین ژوندي او خوندي لري  چي تر اوسه یي د دوی شوم ارمانونه له خاورو سره خاوري کړي دي،

تل دي وي د ازادۍ مبارزین

ژوندي دي وي سرښندونکي غازیان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د