افغانستان

وال سټریټ ژورنال: انس حقاني او د هغه ملګری په یوه خلیجي هېواد کې نېول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د تلې۲۸مه، ۱۳۹۳ل): تازه ورکولو شوي راپورونه وایي، چې د ملي امنیت د ویاند د ادعا خلاف د طالبانو د یو مخکښ مشر سراج الدین حقاني کشر ورور انس حقاني او د هغه ملګری حافظ رشید په افغانستان نه؛ بلکې په کوم بهرني هېواد کې نېول شوي او بیا افغانستان ته را لېږدول شوي.

وال سټریټ ژورنال د ملي امنیت د یوې موثقې سرچینې له خولې لیکي، چې انس حقاني په یوه عرب هېواد کې د امریکایانو له لورې نېول شوي.

نوموړي د ملي امنیت دا ادعا چې ګواکې یاد کسان د ملي امنیت د ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیات کې په هېواد کې دننه په خوست ولایت کې نېول شوي، په ټېنګه رد کړې.
وال سټریټ ژورنال زیاتوي، چې دا د ملي امنیت په اډانه کې د یوې مهمې سرچینې لومړنی اعتراف دی.

د سرچینې په خبره تر اوسه یوازې طالبانو او ځينو بهرنیو چارواکو تایید کړې وه، چې انس حقاني او د هغه ملګری چې قطر ته د ګوانتانامو زندان نه د را خلاص شوي طالب بندي د کورنۍ د غړو په غوښتنه هلته تللي او د بېرته راتګ پر مهال په بحرین کې د امریکايي عسکرو له لورې نېول شوې او وروسته کابل حکومت ته سپارل شوي.

یاده دي وې، چې د ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي له رسنیو سره په څرګندونو کې د جلال الدین حقاني د زوی انس حقاني او یو بل تن چې حافظ عبدالرشید نومېږي، نېونه چې په وینا یې د دوی په لاس تر سره شوه، خپله لویه لاسته راوړنه بللې.

خو د سیاسي چارو شنونکو د صدیقي د څرګندونو خلاف د سراج الدین حقاني کشر ورور انس حقاني او له ګوانتانامو نه د تازه را خلاص شوي بندي مولوي محمد نبي عمري د ورور عبدالرشید نېونه هومره اغېزناکه نه بولي.
د دوی په استدلال دواړه کسان د مدرسې زده کوونکي او له سیاسي او نظامي فعالیتونو لیرې دي.

له دې وړاندې طالبانو د یوې اعلامیې له لارې ویلي، چې انس حقاني او حافظ عبدالرشید یوازې طالب العلمان او زده کوونکي دي او د امریکا له لورې د هغوی نېونه یې د را خلاص شویو بندیانو سره د شوې ژمنې خلاف او د ديپلوماتیکي اصولو څخه سرغړونه بللې.

طالبانو ګواښ کړی و، چې که امریکایي چارواکي د یادو کسانو د پرېښودلو لپاره پر افغان حکومت فشار را نه وړي او بېرته یې خوشي نکړي؛ دغه ډول کړنې به په راتلونکې کې د امریکایانو او د دوی ترمنځ په اړیکو او ارتباطاتو بده اغېز وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x