شعـــــرونه

غزل – حمدالله حلمیار

موږ یو ازاد خو پنجرې دي رانه راتاوي فقط
هرڅه لرو دلته بس نلرو رڼاوي فقط

دا دحیات پر چینه بل څوک د ژوند حق نلري
که حق لري نو دي یو څو تورې بلاوي فقط

زما دخوبونو تفسیر زه پخپله ښه کومه
شیخه را وښیه وماته یي معناوي فقط

دغرونو خلګ دي د غرو په احاطه کي اوسي
دښار له خلګو نه چاپیري دي کلاوي فقط

نن چي پر دین او وطن ننګ ته راوتلی یمه
مورې په کار مي دي نن ستا د خولې دعاوي فقط

نو حلمیاره زموږ مرګ ده شهادت شهادت
چي په نصیب کي مو لیکلي دي غزاوي فقط

حمدالله حلمیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x