افغانستان

امريکايي الوتکو کردي جنګياليو ته وسلې غورځولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د سوريې کرد مېشتې سيمې کوباني کې امريکايي الوتکو کردي جنګياليو ته له هوا څخه وسلې او نور پوځي توکي غورځولي، تر څو د اسلامي دولت له ځواکونو سره پرې وجنګيږي.

کوباني«عين العرب» کې له څو اوونيو راهيسې جګړه روانه ده او ډېره برخه يې اسلامي دولت نېولې ده.

امريکا له څو کالو راهيسې د کوباني وسله وال کردان تروريستان بلل، مګر د اسلامي دولت پر ضد يې د هر ډول مرستو ډاډ ورکړی دی.

امريکا کردي جنګياليو ته ويلي، چې دوی به د خپلو نړيوالو ايتلافيانو په همکارۍ د اسلامي دولت پر مرکزونو هوايي بريدونه کوي او کردي جنګيالي به ورسره ځمکنۍ جګړې کوي.

د امريکا هوايي ځواک وايي، چې کوباني کې د اسلامي دولت پر مرکزونو يې تر اوسه له ۱۳۵ ځله زيات هوايي بريدونه کړي دي.

ترکيه د کردي جنګياليو په مرسته خوا بدوي

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان وايي، چې دوی به امريکا ته دا اجازه ور نه کړي، چې کردي جنګياليو ته وسلې ورکړي؛ ځکه چې دغو کرديانو له څو کالو راهيسې د ترکيې پر ضد وسله وال پاڅون پیل کړی دی او دوی هم تروريستان دي.

ولې يوازې کوباني

دامريکا په ګډون د نړۍ هېوادونو له ترکيې غوښتي، چې کوباني «عين العرب» کې د اسلامي دولت د پرمختګ مخنيوی وکړي او په دې اړه بايد جدي ګامونه پورته کړي.

د ترکيې لومړی وزير داوود اوغلو وايي، نړۍ ته يوازې کوباني ښکاري او هغې سيمې چې بشارالاسد په کې پر ولسي خلکو کيميايي بمونه غورځوي، ټول پټه خوله دي.

اوغلو زياتوي، چې اسلامي دولت الرقه، موصل، الانبار او نورې سيمې نېولې، نو نړيوال ولې غلي وو.

ازادې رسنۍ وايي، چې د امريکا او ايتلافي هېوادونو په هوايي بريدونو کې د اسلامی دولت په پرتله ولسي وګړي ډېر وژل کيږي او په دې اړه له هيڅ احتياط څخه کار نه اخيستل کيږي.

د منځني ختيځ د چارو کارپوه او د ګارډين بريتانوي ورځپاڼې ليکوال نېل پيټريک وايي، چې د دغو بريدونو ډېر قربانيان د عراق او شام ولسي سنيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x