fbpx

سروې: ډېری امریکایان د افغانستان د جګړې مخالف دي

us_force_afghanistanد امريکايي ټلوېزيوني شبکې ‘سي اېن اېن’ له لوري يوه وروستۍ نظرپوښتنه وايي په افغانستان کې د جګړې د مخالفو امريکايانو په چټکي سره مخ پر زياتېدو دی.
ددې نظرپوښتنې پر بنسټ ۶۳ سلنه امريکایان په بشپړه توګه له دغې جګړې سره مخالف دي او يوازې ۳۵ سلنه نور د افغانستان د جګړې ملاتړ کوي.
دوه کاله وړاندې یوې ورته نظرپوښتنې ښودل چې تر نیمايي ډېر امریکایان ددې جګړې پلویان دي.
د افغانستان د جګړې په تړاو اوسنۍ نظرپوښتنې امریکایان په څو ډلو وېشلي دي.
ډېری جمهوریت غوښتونکي لاهم د جګړې ملاتړ کوي، خو په سلو کې ۷۴ دیموکراتان له جګړې سره مخالف دي او همدارنګه له هرو لسو امریکایانو څخه یې شپږ د جګړې مخالف دي.
په داسې حال کې چې د امریکا يوه وتلي جمهوري غوښتونکي سناتور ‘لينزي گرېهام ‘ وړانديز کړى چې امريکا دې په افغانستان کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي، خو يو شمېر افغان شنونکي په افغانستان کې د امريکا د دايمي پوځي اډو د جوړولو په اړه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې کېداى شي د سيمې او په تيره بيا په نړۍ کې د سولې او ټيکاو لپاره گټور نه وي.
امریکایان
دوه کاله وړاندې یوې ورته نظرپوښتنې ښودل چې تر نیمايي ډېر امریکایان ددې جګړې پلویان دي.
خو ځينې نور کارپوهان بيا په دې باورهم دي چې که داسې کېږي نو افغانان باید د دایمي اډو په وړاندې د خپل هېواد لپاره له امریکا څخه د دایمي امتیازونو غوښتنه هم وکړي.

بی بی سی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د