طالبانو دسناتور ګریهام وړاندیز دیوې اعلامې په خپرولو ردکړ

iea_vs_usد امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند یوه لوړ رتبه سناتورلینزی ګریهام له امریکايي چارواکوته وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو په جوړولو غور وکړي.
سناتور ګریهام وايي چې په افغانستان کې د څو امریکايي اډو لرل به سیمې ته ګټور وي او د افغانستان امنیتي ځواکونو ته به د طالبانو په وړاندې یو سنګر برابر کړي.

طالبانو دګریهام وړاندیز په کلکه رد کړي او په اړه یې یوه اعلامیه خپره کړې چی یوه کافی دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهدله لوري (نن ټکی آسیا )ته رالیږلی شوې دنن اداره یې په رالیږل شوې بڼه کټ مټ خپروي.


په افغانستان کې ددائمي اډو د جوړیدو په هکله، د سناتور لینزي ګریهام د وینا په اړوند د اسلامي امارت غبرګون
د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند سناتور لینزی ګریهام، د این بی سی تلویزیون ته ویلی چې امریکا باید په افغانستان کی دائمي اډې جوړی کړی. ده ادعا کړې چې دغه ډول اډې به دده په قول د طالبانو سره دمقابلې اوسیمې لپاره ګټورې ثابتې شي.
دده وینا د امریکا د هغو استعماري عزائمو نه پرده پورته کوي چی د تیرو لسوکالونو څخه اسلامی امارت هڅه کوي نړیوال دغه ټکي ته متوجه کړي. حقیقت دادی چې یرغلګره امریکا غواړي د تش په نامه ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندي په سیمه او نړۍ کې خپل استعاري تسلط قائم او ولسونو د هغوۍ له طبیعی حقوقونه محروم کاندی. له همدې امله، د افغانستان اسلامی امارت د ګریهام د وینا په وړاندې په لاندی ډول غبرګون څرګندوي:
۱– د افغانستان اسلامي امارت د جمهوریت خوښي سناتور دغه وړاندیز په کلکه ردوي . په افغانستان کی د یرغلګرې امریکې له خوا ددائمي اډو جوړیدل د اوسني اشغال ددائمي کیدو معنا لري. دغه ناروا عمل هیڅ اسلام پال او هیواد پال افغان ته دمنلو وړ نه دی. د افغانستان مسلمان ولس او د اسلامي امارت مجاهدین به ترهغو ددغه اشغال او د امریکې د نورو نیرنګونو په خلاف مبارزه کوي تر څو چې افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه د نړۍ د ازادو ولسونو په لیکه کې نه وي دریدلی.
۲– په افغانستان کې د امریکا د اډو دوام به د افغانستان او سیمې لپاره امنیتي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي ستونزې را پیدا کړي. د سیمې ولسونه به د خپلې طبیعي اقتصادي او علمي ودې نه محروم کړې. همدا اوس په بازارونو، مساجدو ، مدارسو او نورو ګڼ میشتوسیمو کې چاودنې د یرغلګرې امریکې ددغو نیرنګونو یوڅو بیلګې دي. له همدې امله د سیمې ولسونه او په ازادۍ مین افغانان په افغانستان کې د امریکااډې نشی منلی.
۳– د یرغلګرې امریکې د نامتو چارواکو له خوا ددغه شان وینا نه له ورایه ښکاري چې د ترهګرۍ سره جګړه د واشنګټن په لاس جوړه شوې ډرامه وه. اصلي هدف یې د افغانستان اشغال او په سیمه تسلط و. د وخت په تیریدو سره حقایق ورو ورو را څرګندیږی. نو ددغو سازشونو په مقابل کې د اسلامی امارت د مجاهدینو جهاد به تر بری پوری دوام وکړی.
۴– د لسو کالونو زور ازمایی وروسته، اوس یرغلګری امریکی او متحدینو یی په رڼا ورځ د مجاهدینو سره د مقابلی توان له لاسه ورکړی دی.    یوازې د شپې له خوا د غلو په شان په کورونو بریدونه کوي او بیګناه افغانان شهیدانوي. پدې حساسه مرحله کې مونږ د سیمې او نړۍ د ټولو ازادي خوښو هیوادونو نه هیله کوو چې د استعمار په مقابل کې د افغانستان د ولس مبارزه په رسمیت وپیژني او هر اړخیزې اخلاقی او مالي مرستې ورسره وکړي دا ځکه چې روان جهاد د سیمي او ټول ازادۍ خوښې بشریت لپاره ازادي بښونکې مبارزه ده.
۵– په ډیر نږدې راتلونکي کښې اقتصادي او صنعتي پرمختګ د امریکې او اروپانه اسیا ته انتقالیږی. دغه اقتصادي یون خام موادوته اړتیا لري. یرغلګره امریکا غواړي په اصطلاح د ترهګرۍ سره د جکړې په نوم ، د افغانستان په طبیعي منابعو خیټه واچوي ترڅو د سیمې هیوادونه د خپلو استعماري اهدافو او شرایطو منلوته اړکړی او له بلې خوا د افغانستان ولس هم له خپلو طبیعی زیرمونه محروم وساتي او دغه شان په فقر او بیوزلۍ کې ژوند وکړی. له همدې امله د افغانستان مجاهد ولس به هیڅکله پرې نږدی چې ددوۍ طبیعي منابع د یرغلګرې امریکې له خوا لوټ او خپلواکي یې سلب شي.
۶- د هیواد د خپلواکۍ وروسته ، مونږ اماده یو چې ددوه اړخیزو تړونونو په بنسټ د نورو هیوادونو سره د طبیعي منابعو د استخرا ج لپاره شفاف تړونونه ترسره کړو چې زمونږ د ولس ملي او اقتصادي ګټې پکښې خوندي وي.
۷- د افغانستان اسلامي امارت یو ذمه وار قوت دی. ټولو سیمه ایزو هیوادونو ته اطمنا ن ورکوو چی د خپلواکۍ په صورت کې، به د هغوۍ سره داسلام دلوړواخلاقوپه رڼا کې ښې اړیکې ساتو . خو د ټولو نه غواړو چی د ترهګرۍ سره د جګړې تر ناموجه نوم لاندې مو امریکا تیر نه باسئ چې په افغانستان کی د امریکې شتون ته زړه ښه کړي. د افغانستان د اسلامی امارت مجاهدین په خپله برحقه مبارزه کې نه ستړی دی او نه کمزوری.

 

د افغانستان اسلامی امارت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د