افغانستان

د ښځو چارو وزارت: د ښځېنه پولیسو پر وړاندې لا هم خنډونه شته دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د تلې۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د ښځو چارو وزارت له نوي حکومت مشر نه غوښتنه وکړه، چې د پولیسو په لیکو کې دې د ښځو د جلب و جذب لړۍ ګړندۍ او پر وړاندې پراته خنډونه لیرې کړي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي نن په کابل کې د ښځېنه پولیسو د همغږۍ شورا د ایجاد لپاره دایر شوي سیمینار ته په وینا کې وویل، چې د پولیسو په لیکو کې دې د ښځو جذب ته پام واړول شي.

afghan_women_police

اغلې مژګان ومنله، چې لا هم په افغاني ټولنه کې د ښځېنه پولیسو له فعالیت او دندو سره په لوړه کچه مخالفت کېږي او هېڅوک دې ته چمتو نه دي، چې د کورنۍ کومه ښځېنه غړې دې د پولیسو په لیکو کې په دنده وګوماري.

نوموړې وویل، چې د نارینه پولیسو په پرتله ښځېنه پولیسې له زیاتو ګواښونو سره لاس و ګریوان دي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې همداراز د کورنیو چارو وزارت له چارواکو وغوښتل، چې د پولیسو په لېکو کې دې په کار لګیا ښځېنه پولیسو باندې د نارینه پولیسو له لورې د جنسي تېریو او نورو ستونزو د مخنیوي لپاره لیڅې را بډ وهي.

woman.police.un
«افغان ښځېنه پولیسې په خپلو ادارو کې له جنسي تیریو ، په ټیټه سترګه کتو ، سپک او منفي چلند او نورو کړاونو سره مخ دي»

ښځېنه پولیسې ولي دندو ته غاړه نه ږدي؟!

د چارو د شنونکو په اند، چې په هېواد کې د دیني لارښوونو، ټولنیزو ارزښتونو او د پولیسو په لیکو کې د شته پراخ اخلاقي او اداري فساد له کبله کابو هېڅ کورنۍ دې چمتو نه ده ، چې خپلو لوڼو او خویندو ته د کار اجازه ورکړي او یو هغه د ګوتو په شمېر پولیسې چې دا مهال په  دندو لګیا دي، ډېری یې داسې دي، چې یا خو کورنۍ نلري او یا له کورونو نه په یوه او بله پلمه تښتېدلې او د لویدیځو مؤسسو او انجوګانو له لورې هڅول شوې.

د اکسفام نړیوالې مؤسسې د یو راپور په اساس،چې څو میاشتې وړاندې خپور شو،  په افغان ځواکونو کې د ښخینه پولیسو شمیر له یوې سلنی نه هم را ټیټ دی .دا یو راپور ښيي چې ښځېنه پولیسې په خپلو دندو کې له بیلابیلو ستونزو نه ځوریږي. جنسي تیري ، د کورنیو او ټولنې دودونه، په ټولنه او پوځي ځواک کې ورته په ټیټه سترګه کتل او د بنسټیزو مهارتونو نه درلودل يي غټې ستونزې دي.

د دغه راپور معلومات چې د یوه کال په اوږدو کې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د کورنیو چارو وزارت ، حکومتي ادارو ، یوناما او د بشري حقونود کمیسیون په مرسته  راټول شوي دي،  ښيی چې افغان ښځېنه پولیسې په خپلو ادارو کې له جنسي تیریو ، په ټیټه سترګه کتو ، سپک او منفي چلند او نورو کړاونو سره مخ دي او همدا د دې لامل ګرځېدلي، چې ښځې د پولیسې لیکو ته له تګ نه را وګرځوي؛ ځکه نو ډېری میرمنې د پولیسو او امنیتي ځواکونو صفونو ته د ورګډیډو څخه په کلکه ډډه کوي .

POLICE WOMAN

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x