افغانستان

سیاف هم وايي د ایکسپریس توهیني مقالې لیکوال مرتد دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): څو ورځې وړاندې د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې پخپله یوه مقاله کې لوړو اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي له امله توند غبرګونونه را وپارول.

د عوت اسلامي ګوند مشر او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخوانی استازی عبدرب الرسول سیاف هم پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې د مقالې لیکوال له دینه وتلی بللی او دا مقاله يې کلکه غندلې ده.

د سیاف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې په دولت غږ شوی چې د دې مقالې خپروونکي او لیکوال دې مجازات شي.

عبدرب الرسول سیاف د وخت په مهمو قضایاو بېړنۍ فتواوې ورکوي او پخپلو پلویانو کې په زړور مشهور دی.

په یاده مقاله کې د روسانو په مقابله کې د میلیونونو افغانانو قرباني عبث ګڼل شوي او د مقالې لیکوال د دین په نامه وینه تويېدل ښه نه دي ګڼلي.

دا په داسې حال کې دی چې عبدرب الرسول سیاف له روسانوه سره د مبارزې په مهال د یوې ډلې مشهور مشر و.

نوموړي به له روسانو سره د مبارزې په مهال ډاګیزې فتواوې ورکولې او په پوره صراحت به يې له امریکا او روس سره ملګري «زندیقان» بلل.

نوموړي د ظاهرشاه د واکمني په وخت هم هغه له دې امله کافر بللی و، چې د ده په حکومت یوې ورځپاڼې رسول الله ص ته له سپکاوي ډک مضمون د «مرد نو زنه» په نامه خپور کړی و.

سیاف د هجرت په دیار کې د تقریر په مهال پخپلو پلویانو غږ کوي چې که نوموړی له روس، امریکا یا د وخت له پاچا ظاهرشاه سره جوړجاړي ته ورسید یابه لېونی وي یا هم ګمراه.

د عبدرب الرسول سیاف وروستۍ خبره د نوموړي په اړه د هغه فتوا ګڼل کېږي، ځکه خو يې اوس ځينېو پلویانو د نوموړي د فتوا له مخې له هغه سره اړیکې شلولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x