fbpx

هرات : دبم په چاودنه کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

Herat-bomb-wounds(نن ټکي اسیا)له سیمې نه په ترلاسه شوی خبر کې ویل شوی نن سهار دهرات ښار په پنځه کلومترۍ کې واقع ددرب عراق سیمه کې یوه چاودنه وشوه چې له امله یې یو تن مړ او پنځه نور ټپیان شول

دهرات دیوه روغتون ډاکټر ویلی چی په ټپیانو کې یوه پولیس او یو ماشوم دی چی صحی وضعه یې نازکه ښودل شوې .

په سیمه کې امنیتی ځواکونو ویلي چی چاودنه دیوې غټې وسلې د مرمۍ دچادیدلو له امله رامنځه ته شوه ،مسؤلین وایی چی دامرمې له پخوا وختونو دلته ناچاودې پاته وه

احمدبریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د