افغانستان

روس: افغانستان کې د بهرنيو عسکرو وجود د ګټې پر ځای زيان رسولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د روس د بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف وايي، چې افغانستان کې د ايساف او ناټو عسکرو وجود بې ګټې و.

سرګي لاروف نن ماسکو د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې امريکا د ناټو او ايساف پر اوږه خپل ټوپک وکاراوه، مګر د ګټې پر ځای يې زيان ډېر و.

د روس د بهرنيو چارو وزير نن د روس د بهرنۍ پاليسي کميسيون ته په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې افغانستان کې پوځي عمليات وکړل او اوس نړيوال ځواکونه له افغانستانه وځي، مګر د افغانستان حالات لا هم سم شوي نه دي، بلکې د پخوا په پرتله نور هم ګډوډ شوي دي.

سرګي لاروف وايي، چې د طالبانو واک او ځواک ورځ تر بلې پراخيږي او د امريکا ديارلس کلن حضور په ترڅ کې د نشه يي توکيو کرکيله له حده زياته شوې ده.

د سرګي لاروف په وينا افغانستان کې د بهرنيو عسکرو په راتلو او اوس بېرته د تلو پر مهال سيمه اييز هېوادونه له سختو ننګونو سره مخ دي.

د روس د بهرنيو چارو وزير وايي، چې افغانستان کې د امينيت په اړه دوی ناټو او امريکا يو شمېر مهم وړانديزونه ورکړي و، مګر امريکا او ناټو د دوی وړانديزونه په ډېر کبر له پامه وغورځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x