نظــر

امریکايي پوهنتون

لیکوال: محمد عالم

که څه هم مریض یم د لیکنې توان هم نه لرم، خو الله مو په سکوت وننیسي، ځکه کله کله سکوت د رضایت په معنی وي.
نن را ته یو ملګري قصه کوله را ته ېې ویل، چې په افغانستان کې امریکايي پوهنتون ته لاړم، ګورم چې د انجونو یو ټیکری (پالوڼی) هم نه وه په سر، هر غربي کلتور ورته مکمله اجاره وه، له پښو نیولې تر سره پورې د غرب په سټایل ېې ځانونه برابر کړي وه. هلکان هم ترې کم نه وه، په غربي سټایل کې، فرانسوۍ ګیره، په لاس زنځیر، په غاړه لاکت او چسپ پتلون دا ټول هغه نښانونه ول، چې د دوۍ خلکو په اصطلاح یوه روښانه ژوند دی. هیڅوک هم حق نلري تر څو انجونو او هلکانو ته د اسلامي لباس او مفکوري په اړه معلومات یا هم نصیحت وکړي، ځکه نوموړی بیا د پوهنتون ادارې او بلاخره بیا ېې د پوهنتون څخه د خارجولو موضوع را بر سیره کوي. ما د پاکستان قاید اعظم پوهنتون هم لیدلی ده، عین خواص لري، دا چې د قاید اعظم شان د همدارنګه خلکو سره سر خوري نو ځکه پرې زیات بحث نکوم.

راځئ چې امریکايي پوهنتون لږ در ته تشریح کړم

په اوس وخت کې اسلام په دوه قسمه ویشل شوی دی:

لومړی، هغه اسلام چې د محمد لخوا ټولو انسانانو ته را وړی او بشریت يي د تیارو څخه روښنایوو ته بولی او بیا ېې او د ژوند هر قدم ته د اصولو څخه ډک اسلام دی. او دا هغه اسلام دی، کوم چې الله له دې پرته بل یو دین هم نه مني لکه چې فرمايي : •

دا هغه دین دی، چې کفار د دشمني څخه هیڅکله هم لاس نه اخلي.

دوهم، امریکايي اسلام: هغه اسلام چې غرب او په راس کې ېې امریکا غواړي، چې د الهی اسلام په ځای امریکايي اسلام خپور کړي، تر څو د مسلمانانو په ژوند کې دا اسلام ځای ونیسي. د د غه اسلام خپرولو یا هم د معرفي کولو لپاره د امریکا ستره تحقیقاتي اداره Rand Cooperation چې د امریکا حکومت ته د اسلامي نړۍ په سیاسي، اجتماعي، دفاعي او ستراتیژیکو پالیسي جوړه وي، کار کوي.

امریکايي اسلام تعریف:

چیریل بنارډ ېې داسې تعریفوي: امریکا نوې صنعتي نړۍ ته او په مجموع کې نړیوالې ټولنې ته داسې یو اسلام غواړي چې د نورو هیوادونو د نظامونو سره یو رقم روان شي، ډیمکراتیک او مترقي اسلام وي او نړیوالو قوانیونو، احکامو او اخلاقو وچلیږي. د تعریف څخه لاندې نقطې مشخصې شوي:

۱: اسلام باید د امریکا او نړیوالې ټولنې پر خوښه وي.

۲: اسلام باید بیل نظام نه وي، باید د نړۍ نورو نظامونو په شان وي

۳: اسلام باید ډیمکراتیک وي یعنې د خلکو لخوا نه د وحې لخوا (الله لخوا)

۴: دغه اسلام باید زوړ شکل پریږدي او مترقي اسلام باید واووسي

۵: په احکامو او اخلاقو کې دې باید د غرب د احکامو او اخلاقو سره یو شان شي

را ځو د پوهنتون په اړه:

پوهنتون کلیمې سره مې د کوچنیوالي څخه شوق او مینه درلوده، همدې مینې زه د M-Phil (مافوق ماسټري) زده کړو پورې را ورسولم او انشاالله په ډیر نږدې وخت کې به خپله PHD هم تر سره کړم. زه د یو پوهنتون هم مخالف نه یم که هغه، امریکا، انګلستان او که نور کفري هیوادونه ېې په ګران هیواد کې جوړه وي (خو چې اسلامي معیارونه پکې تر پښو نشي). ځکه زما برداشت د پوهنتون د کلیمې څخه علمي پوهاوی دی.

سر مو نه درخوږم، راځم خپل مقصد ته:

په اسلامي هیوادونو کې د امریکايي پوهنتونو تاریخي پس منظر

دا یو حقیقت دي، چې غرب غوښتل چې د صلیبي جنګونو په نتیجه کې اسلامي نړۍ د خپل استعمار لاندې را ولي هماغه وه چې د ۲۰۰ کلونو مسلسلو جنګونو په دوام کې غرب ونشو کولی چې مسلمانه نړۍ مستعمره کړي، وروسته بیا دغه استعمار په اقتصادي او امپراریالستي شکل ونیوه، کله څه هم په زور سره ېې مسلمانان یوه څه ته تابع کړه، ولی غرب ته ېې مزه ورنکړه، بلکې کله چې شلمه پیړۍ شروع شوه، انګریزانو دغه مهارت امریکا ته ور وسپاره. امریکا چې د اروپايي استعمار خامیانې ورته معلومې وې د مسلمانانو د نیولو لپاره ېې د یوې بلې طرحې وړاندز وکړ، چې باید په مسلمانو هیوادنو کې د سکولونو، کالجونو او د یونیورسټو جوړولو تهداب کیدي، تر څو داسې یو نسل وروزې تر څو په نوم مسلمان او د اسلام سره هیچ کومه همدردي ونه لري. دین، فکر، فرهنګ، اخلاق….. ېې امریکايي وي. تر څو نوي نسل ته د فراغت څخه وروسته د هیواد چارې په لاس کې ورشي او خودبخود هیواد د امریکا په غیږ کې ولویږي.خلاصه Westernization theory

د امریکايي پوهنتونو لپاره د اسلامي نړۍ د مهمو مراکزو انتخاب
امریکایانو دغه مراکز چې دوۍ پکې خپل پوهنتونونه جوړ کړي دوه خاصي خبرې دی:
۱: داسې یوه سیمه چې دوۍ پکې په خاص ډول یا په نه محدودیتونو سره خپل فعالتونونه تر سره کړي.
۲: چې دغه سیمه د سیاسي، اجتماعي، اقتصادي او دیني اهمیت له مخې په خپل شاه خواو سیمو هم تاثیر ولري، چې دغه سیمې عبارت دي لبنان، قاهره، استنبول او اوس کابل. چې هر یو ېې خاص اهمیت لري خو زه به صرف په کابل رڼا ورواچوم.

کابل: د افغانستان خلک تل د استعمار لپاره وړاندې د یو سپر په شکل دریدلی او دریږي، اسلام ېې روح ده او هیڅکله هم نه غواړي چې مستعمره شي. په فرهنګ او په اخلاقیاتو کې په لوړی درجه مسلمان هیواد دی. دغه فکر امریکا ته د غوښتنې وړ ندی او د دوۍ ګلوبلایزشن لپاره د افغانستان خلک یو ستر خطر دی. نو په همدې اساس امریکا د خپلو صلیبي ملګرو سره افغانستان ونیو او تر اوسه ېې په اشغال کې دی، نو چې په اینده کې دغه نسل غربي فکره کړي نو هماغه ده چې امریکايي پوهنتون ېې جوړ کړ.

ولې امریکايي پوهنتونونه په اسلامي هیوادونو کې جوړه وي ؟

که څه هم، چې ډیر مسلمان په غرب او خاصتا په امریکا کې زده کړې کوي نو بیا څه ضرورت دی، چې په اسلامي نړۍ کې هم پوهنتونونه جوړ کړي ؟

وجهه ېې دا ده چې هغه کسان چې په امریکا او نورو غربي هیوادونو کې زده کړې تر سره کوي، کله هم چې فارغ شي نو بیا بیرته خپل وطن ته اکثره نه راځي هماته وظیفه تر سره کوي او دوۍ سره په په اسلامي نړۍ کې کمک نکوي تر څو هلته امریکايي یا غربې فکر خپور کړي نو ځکه غواړي، چې همدلته یو کس فارغ او د عیسویت په تدریس کې هم ترې کار واخلي لکه چې په بیروت کې د سیمون کالهون په له مکتب څخه چې کله شاګردان فارغ شول اوس ټول عملا په مسیحي مبلغینو مکاتبو کې د استادانو، مبلیغنو او د اداري کارمندانو په حیث دندې تر سره کوي او ښه نتیجه ېې هم ورکړې.

د امریکايي پوهنتون اهداف

۱: د مسلمانو هیوادونو د سیاسي قدرت تسخیرول:

امریکا غواړي، چې په اینده کې داسې محصلین وروزي، چې په اینده کې سیاسي قدرت او فوځ په نیولو کې په درد وخوري، همدا وجهه ده چې فیس ېې ډير زیات دی د غریب سړي زوی پکې درس نشي وایلی ټول د لوړ پوړو زامن او لورګانې دي. امریکایان په ډیره اسانۍ سره کولی شي چې دغه ځوان نسل Brain wash کړي.

۲:د مسلمانانو مسیحي کول:

امریکايي پوهنتونه په نیویارک کې د پروټیسټانت (N.Y. Presbyterian) مسیحي طایفي مرکزي کلیسا لخوا جوړیږي تمویلیږي او چلول کیږي. تر څو مسلمان نسل میسحي کړي.

۳: په اسلامي فکر کې شکمن کول:

یعنې که مسلمان نسل مسیحي نشي نو باید په خپل اسلام کې شکمن کول چې په انګریزي کې ورته Existentialism وايي مختلف فکرونه او خبرې په ذهن کې ور پچکاري کوي تر څو ېې په اسلام کې شکمن کړي.

۴: په اسلامي هیوادونو کې د  ژوند غربي ډول: یعنې په اسلامي هیوادونو کې Western Style of Life رایجول یعنې د انجونو تنګ لباس، پړونۍ لرې کول او د ځوانانو په ګیره او نورو شیانو رخشند وویل دا ټول هغه څه دي چې غرب ته ېې په فرهنګ کې ورنږدي کړل.

په افغانستان کې امریکايي پوهنتون

امریکا پدې اطمنان لري چې یو ورځ به دې هیواد څخه ووځي، او دغه فوځ به هم تر یو ډير وخته پورې دوام ونکړي، نو امریکا نورو کرزیانو، خلیلزادیانو، غنیانو، احادیانو او عبدالله یانو ته ضرورت لري، نو د دې لپاره چې دغه هیواد د مخلصو مسلمانانو زولۍ ته ونه غورځي، نو د دې لپاره ېې امریکايي پوهنتون جوړ کړ، تر څو یو ځل بیا پاسني خلک په خپل ادارو او فوځ کې وروزي.
یاد پوهنتون په ۲۰۰۳ کال کې د وخت د لوړو زده کړو وزیر شریف فایز لخوا جواز ورکړل شو، چې اوس فکر کوم یاد وزیر د یاد پوهنتون رئیس هم دی. امریکايي نصاب، امریکايي ژبه، امریکايي استادان او په ډالرو فیس به پکې وي، پدې هر یوه اوس ۳ ورقې لیکل کیږي خو خیر.

په امریکايي پوهنتون کې فاکولتې

امریکايي پوهنتون له سره هغه فاکولتي او تخصیصات جوړ کړي ندې چې د افغان ولس د ۴۰ کلن جنګ لپاره سمدستي دوا شي، لکه طب، انجینری، زراعت او یا نورې صنعتي فاکولتي. بس پدې کې اقتصاد، سیاسي علوم، ژورنالیزم، منجمنټ، هنرزیبا او ادبیات، دا ټولې هغه فاکولتې دی چې په اسانۍ سره يو ځوان امریکايي قالب ته برابروي. پټه دې پاتې نه وي چې امریکايي پوهنتون د C.I.A سره هم رابطه لري، دا چې لیکنه مې اوږديږي نو نشم کولی چې ولیکم.

About the author

لیکوال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځۍ څخه لسانس   او بیا يې په  نړیوالو اړیکو کې  د اسلام اباد  نړیوال پوهنتون څخه ماستري  تر لاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x