د نن سرلیکنه

رښتیا ولسمشر د سولې په لار کې سر ورکولو ته حاضر دی؟!- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: نن ولسمشر اشرف غني د کندهار له یوشمیر مخورو سره په لیدنه کې وویل چې:  « زه په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د خپل سر ورکولو ته حاضر یم.»

همداراز تېره ورځ نوموړي د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیزسره د لیدنې پرمهال وویل چې :  « د سولې په اړه يواځې خبرې اکتفا نه کوي، بلکې په دې برخه کې عملي اقدامات په کار دي.»

د ښاغلي اشرف غني لخوا ورته خبرې د ترکیې له ولسمشر ښاغلي طیب اردوګان سره، چې په دې وروستیوکې کابل ته راغلی و، هم ترسره او د دواړو خواوو تر منځ په افغانستان کې د سولې د تأمین پر عملې هڅو ټینګار وشو.

ښاغلی احمدزی د سولې په اړه په هره لیدنه او مجلس کې دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې په عملي جانب کې په بشپړه توګه د هغو په خلاف په ګرمو هلوځلو لګیا دی.

ځکه خپله اشرف غني په کابل کې د سولې خبرې کوي ؛ خو د کابل په څنګ،لوګر،پکتیا،لغمان او د هیواد په نورو سیمو کې د ده حکومت ملاتړي امریکایان د بې پېلوټه الوتکو په وسېله ولسي وګړي وژني او کورونه یې ور ورانوي.

که څه هم چې د بهرنیو ځواکونو لخوا پر ولسي خلګو بمبارۍ نوې خبره نده ؛ خو له پخوا سره یې دومره توپیر دی، چې مخکې به د بهرنیو ځواکونو په بمباري کې د وژل شویو ولسي خلګو پر وژل کیدو باندې هم بهرنیانو او هم دولتي چارواکو بښنه غوښته ،مګر اوس چې نوي حکومت له امریکایانوسره امنیتي تړون لاسلیک کړی له هغه سره سم د امریکایانو په فعالیتونو او د هغوی په ړندو بمباریو کې دومره زیاتوالی راغلی، چې له امله یې نیږدې هره ورځ د هیواد په مختلفو سیمو کې په لسګونو کلیوال وګړي ژوبل او وژل کیږي ، خو نه امریکایان او نه هم له هغوی سره لاسلیکوونکی لوری(دولت) د وژل کیدونکو ولسي وګړیو د وژنې له امله بښنه غواړي او نه ورباندې ځان خبروي.

د اشرف غني د حکومت لخوا د امنیتي تړون لاسلیکول په حقیقت کې هغه جګړه ییز اقدام دی، چې د وینو له تویولو او جګړې له غزلوپرته بله هیڅ توقع ترې نشي کیدلی .

په داسې حال کې د سولې تأمین څه ډول امکان لري، چې امریکایان د اشرف غني د حکومت تر پوست لاندې د افغانانو په وژلو،ژوبلولو او نیولو لګیا وي او اشرف غني دې په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د قربانۍ ډنډورې غږوي؟

د امریکایانو لخوا د افغانستان اشغال او د دغه اشغال د تمدید لپاره له هغوی سره د امنیتي تړون لاسلیکول ، پر ولسي خلګو بمونه اورول، د ولسي خلګو اسارت او د هغوی پر بشري حقونو تیری کول ټول هغه عوامل دي، چې په افغانستان کې نور هم جګړې ته شدت وربښي او د سولې د ټینګښت هر ډول امکانات له منځه وړي.

ځکه د امریکایانو لخوا د افغانانو وژنه د هغوی په زړونوکې لا د مقاومت روحیه پیاوړې کوي او په هره ممکنه طریقه سره چې وې، له قاتلو امریکایانو څخه خپل انتقام اخلي، چې دا کار نور هم په افغانستان کې د جګړې امکانات زیاتوي.

که رښتیا هم اشرف غني احمد زی په عملي ډول په افغانستان کې د سولي د تأمین صلاحیت او اراده لري؛ نو لومړی دې د جګړې عوامل له منځه یوسي ،د جګړې د عواملو په له منځه تللو سره خود بخوده جګړه له منځه ځي او ځای یې سوله نیسي. دا چې ښاغلی اشرف غني په پټه کې د جګړې د بل ساتلو لپاره د جګړې پر اور نور تیل ښیندي او په ظاهره له خلګوسره په ملاقاتونو کې بیا د هغې د خاموشه کولو غورې کوي دا د هغه د دوه اړخیزه تعامل هغه طرز دی،چې په عملي ډګر کې يې پلي کېدل ناممکن دي.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

It Is Time that Afghans Truly Unite to Lawfully Stop the Continuation of War Crimes Genocide of the Pashtun Villagers. The U.S. Government Does Not Want Peace. I Believe the U.S. Government Wants to Commit Genocide Against the Afghan Majority/Pashtun to Control the Region and the Afghans’ Rare Earth Elements (REEs) Primarily Located in Helmand. I believe the Ghani government is an Afghan puppet government, which is selected and controlled by the U.S. government. The U.S. needs its Afghan puppets, who are war profiteers, warlords, drug traffickers and communist war criminals to achieve its own goals in Afghanistan, which are:… نور لوستل »

Malim

کادیر جانه

لطفا پښتو ولیکه زما په اند د نن ټکی اسیا هم دا غوښته او اصول دی

دوهم

اشرف غنی دوه د اخلاص ګامونه پورته کړل

چه د هغوی په وایسطه ډیر ژر طالیب او ټالیب سره بیل شوی

اوس په دی کښی شک نشته ه د طالیب لپاره هر افغان او اشرف غنی پر زړه کښی ځای لری

خو د ټالیب لپاره دایمی کرکه او نفرت د هر مسلمان په زړه کښی پوخ ځای ونیو

مایار

په یو ګل نه پسرلئ کیږي، که ته هرڅومره چیغې ووهې او طالبانو پسې پوچ سپک ووایې ستا په خوله باندې دوی ته نه تاوان رسیږي او نه ګټه هسې به ځان ستړی کړې پښتو کې یو متل دی وایي######### او کاروان تیریږي، ان شاءالله چې ستا دغه کرغیړن ارمان به هیڅکله پوره نشي چې طالبانو منځ کې تفرقه واچوې ستا بادارانو چې پنځوس هیوادونه یې نور هم ورسره اشر کړل پدې ونه توانیدل چې طالبان سره بیل کړي ته خو هغه د چا خبره هسې تش بوتل یې.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x