د امت لويان

عروة ابن زبیر رضی الله عنه د صبر لمر- دویمه برخه

ابوبکر احمدي

راشی چې کیسه له سره را شروع کړو :

عروة ابن زبیر رضی الله عنه په یوه داسي کورنۍ کې چې د مسلمانانو د معززو ، مشرفو اولوړو کورنیو څخه وه هغه وخت دنیاته راغلی چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت یو کال پاته وو .

د عروة رضی الله عنه پلار زبیرابن العوام رضی الله عنه ووهغه زبیر چې حواري رسول الله صلی الله علیه وسلم وو او اول هغه څوک دی چې په اسلام کې يي توره چلولې ده او د هغه لسو کسانو څخه دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طرفه د جنت زېری ورکول سوی دی یا په بل عبارت د عشرة مبشرة څخه یو نفر هم دغه زبیر ابن العوام رضی الله عنه دی .

د عروة رضی الله عنه مور آسما بنت ابوبکر رضی الله تعالی عنهما ده هغه آسما چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طرفه د ذات النتاقین لقب ورکول سوی دی .
د عروة رضی الله عنه د مور له طرفه نیکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه او ثاني اثنین د غار ملګری ابوبکر صدیق رضی الله عنه دی .

او د پلارله طرفه انا يي هغه صفیه بنت مطلب ده رضی الله تعالی عنها ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمه ده .

د عروة رضی الله عنه خاله ام المؤمینین حضرت عائیشه الصدیقه رضی الله عنها ده .

کله چې حضرت عائیشه رضی الله تعالی عنها وفات شوه عروة رضی الله عنه په خپله ښخه کړه او قبرته يي ورکښته شو او ددې رضی الله عنهالحد يې په خپلو لاسو پر جوړکړی .
اوس نو ستا په خیال تر دغه نصب بل لوړ نصب سته ؟ تر دغه شرف چې عروة رضی الله عنه درلودی بل لوړ شرف پیداکیدلای شي ؟

دا ټوله شرف او عزت يي یوازي د حسب او نصب شرف او دغه شرف او عزت يي بیله هغه د ایمان او بیله هغه عزته د اسلام ، بیله هغه مقامه د علم او بیله هغه درجې د عبادت دی چې د ه درلودل .
د پاره ددې چې عروة ابن زبیر رضی الله عنه وه هغه تمنا او آرزو ته چې د الله جل جلاله څخه يې د کعبې شریفي سره غوښتې وه ورسیږي نو يې د دنیوي کاروباره له هرڅه څخه ځان فارغه کړاو د علم طلب ته يې ملا وتړل او هغه کسان چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د اصحابو کرامو څخه پاته وه هغه يې د ځان د پاره غنیمت وبلل د هغو کورو ته ورتلی  ، د هغو تر شا يې لمونځ کاوه او دهغو په مجلسو پسي به ګرځیدی

تر څو چې د علي ابن ابي طالب ، عبدالرحمن ابن عوف ،زید ابن ثابت ،ابوایوب الانصاري ،اسامه ابن زید،سعید ابن زید ،ابوهریرة ، عبدالله ابن عباس او نعمان ابن بشیر رضی الله تعالی عنهم اجمعین څخه يې علم حاصل کړی . او د هغو څخه يې روایتونه کړي دي خو د علم ډیره حصه يې د خپلي خاله ام المؤمنین عائیشه رضی الله عنها څخه حاصله کړي ده ترداسي اندازې چې د مدینې منورې د هغو اوو مشهورو فقهاوو یا عالمانو څخه وګرځېدی چې عامو مسلمانانو د خپلو دیني مسائلو په باره کې هغو ته رجوع کول او تر اوسه هم ورته رجوع کوي او صالحه امیرانو د خپل اولس او وطنو د اصلاح لپاره ددوی په علم سره کومک غوښتی . د مثال په ډول عمر ابن عبدالعزیز رحمة الله تعالی علیه د مخه تر دې چې خلیفه او امیرالمؤمنین وګرځي د ولید ابن عبدالملک له طرفه د مدینې منورې والي مقرر شو او هلته ولاړی نو خلګ دده د سلام او ستړې مسي لپاره ورته راغله کله چې عمر ابن عبدالعزیز رحمه الله د ماپښين لمونځ اداکړ نو يې د مدینې منورې له علماؤ څخه لس نفره ور وغوښتل چې ددغو علماؤ مشر عروة ابن زبیر رضی الله عنه وو ، کله چې دغه علماء د عمر ابن عبدالعزیز رحمه الله مجلس ته ورغله عمر ابن عبدالعزیز ښه راغلی ورته ووایه او ددوی احترام يې وکړ ، پس له هغه چې عمر ابن عبدالعزیز د الله جل جلاله حمد او ثنا وویل بیا يې علماؤ ته وویل ما تاسي دداسي یوه کار دپاره را غوښتي یاست چې په هغه کار کې تاسي ته ثواب درکول کیږي او په هغه کارکې به تاسي په حق کې زما معاوینان او کومکیان یاست  ، زه نه غواړم چې بيله ستاسي مشورې د یوه کار فیصله وکړم بلکه دهر کار په عملي کولو کې به ستاسي رایه او نظر اخلم ، بل دا چې که تاسو ولیدل چې یوچا پر بل چا تېری او تجاوز کوي یا په دې خبر شولاست چې زما یو مأمور ظلم کوي په الله جل جلاله سره ستاسي څخه غوښتنه کوم چې ما به په دغسي مضوعاتو خبروی .

بیانو عروة ابن زبیر رضی الله عنه د خیر دعا ورته وکړه او دالله جل جلاله څخه يې دده د پاره پر سمه او مستقیمه لار ثبات او استقامت وغوښتی .

عروة ابن زبیر رضی الله عنه یوازي دانه چې عالم وو بلکه علم او عمل يې دواړه سره یوځای کړي وه ، په ډیرو ګرمو او تودو ورځو کې به يې روژې نیولې او د شپې په تاریکیو کې به يې تهجد یا د شپې لمنځونه کول ، ژبه به يې تل دالله تعالی جل جلاله په ذکراویاد لنده وه .

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x