فټبالر د ګول وهلو په خوښي کې خپل ژوند له لاسه ورکړ – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): په هندوستان کې د فټبال یو لوبغاړي هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ کله چې یې غوښتل د ګول وهلو وروسته خپله بریا ولمانځي.

د تفصیلاتو سره سم د هندوستان د فټبال ایسوایشن یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د هندوستان په شمال ختیځ کې د میزورام په ولایت کې یو لوبغاړي هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ کله چې یې غوښتل د ګول وهلو وروسته خپله بریا ولمانځي، نوموړي غوښتل چې د خوشحالۍ په دې وخت کې په هوا کي وغورځي، خو بیرته په ځمکه په داسي انداز کې را پریوت، او له وجي یې د ملا په تیر کې سخت ژوبل شو، او څوک ونه توانیدل چې د هغه ژوند وژغوري.

د لوبغاړي د کالو شمیر ۲۱ ښودل شوی، او د هغه د کلب مشرانو دا پریکړه کړې چې نور به دغه شمېر والا کالي هیڅ څوک هم په دې کلب کې وا نه غوندي، او د همداسي د نوموړي په یاد کې به یوه بله لوبه ترسره کیږي.

http://s.alriyadh.com/2014/10/20/img/201874292688.jpg

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د