لیندسی ګراهام: مونږ باید په افغانستان کې دائمي فوځی اډې ولرو

Linsdey_Graham(نن ټکی آسیا) امريكي سناتور ليندسي ګراهام چې د جمهوري ګوند سره تړاو لری ویلي چې د صدر اوباما اداره باید په دې خبره نظره وکړي چې د عسکرو د را ایستلو وروسته په افغانستان کې د همیشه لپاره خپلي فوځي اډې وساتي..غراهام د CBS تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل: یو څو هوایي فوځي اډې که مونږ په افغانستان کې د همیشه لپاره پرېږدو نو دا به د ټولې منطقې لپاره ډیر ګټور وی.. او همداسي به افغاني امنتي ځواکونو ته پر طالبانو باندی کومک ورکوی..
ده غوښتنه وکړه چې د افغانستان سره باید امریکا خپلي اړیکي همیشنی کړي تر څو هیواد د دده په وینا د تروریستانو په لاس کې ونه لویږي..
د یادوني وړ ده چې اوس مهال په افغانستان کې د بهرنی عسکرو شمېره تقریبا 140 زرو عسکرو ته رسیږي.. چې په درو کې دوې حصې یې امریکایان دي..
اوباما اعلان کی چې په راتلونکي درو کلو کې به خپل ټول فوځيان باسي او پر ځای به یې د امنیت ټول مسؤلیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته سپاري..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د