د امت لويان

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت- (۱۳) – میلمه پالنه

لیکوال: حامد افغان

میلمه پالنه

د امام ابوحنیفه رحمه الله وصیت ته بیرته راګرځو، امام ابوحنیفه رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي رحمه الله ته پخپل وصیت کې وایي: که ستا له ملګرو او اړوند خلکو نه کوم یو غایب شي او تاته نه درځي ته یې مه پریږده ته ورځه، پوښتنه یې کوه او اړیکه ټینګه ورسره لره، او که څوک بېوفایي درسره وکړي ته وفا ورسره کوه او ورسره پاله یې، او څوک چې درته راځي د هغه عزت او احترام کوه، وأكرم من أتاك ، او څوک چې بد درسره کوي ته بښنه ورته کوه. وأعف عمن أساء اليك.

میلمه پالنه لوی انساني خوی او ستر اسلامي صفت ده په حدیثو کې د میلمه پالنې ډیره ستاینه او هڅونه شوې ده په دې اړه څو نبوي حدیث را اخلو:

1) رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: څوک چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري نو د خپل میلمه اکرام او عزت دي کوي، عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “من كان يؤمنُ بالله واليوم الآخر فليُكرم ضيفَه” [رواه البخاري ومسلم].

2) ابوشریح خويلد بن عمرو رضی الله عنه وایي: پخپلو سترګو مي رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او ده چې خبرې کولې زما غوږونو واوریدلې هغه ویل: څوک چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري هغه دي د خپل میلمه د هغه “جائزه ” عزت وکړي، هغوی وویل: جائزه یې څه شی ده؟ ده وویل: جائزه یعني یوه شپه او یوه ورځ، او میلمستیا دری ورځې ده، او له دې وروسته هغه ته صدقه ده.
عن أبي شُرَيحٍ خُويْلد بن عمرو رضي الله عنه قال: أبصرت عيناي رسول الله صلى الله عليه وسلم وسمعتْهُ أذناي حين تكلم به، قال: “من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم ضيفَهُ جائزتَهُ”، قالوا: وما جائزتُه؟ قال: “يومٌ وليلةٌ، والضيافة ثلاثة أيام، وما كان بعد ذلك فهو صدَقةٌ عليه” [رواه البخاري ومسلم].

3) له ابوشریح نه په بل روایت کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: میلمستیا دری ورځې وي او جائزه یې یوه شپه او یوه ورځ وي، او مسلمان سړي ته روا نده چې د خپل ورور خواته تر هغو پروت وي څو یې ګناهګار کړي، هغوی وویل: څنګه یې ګناهګاروي؟ ده وویل: د هغه خواته اوسي خو هغه دومره شي نلري چې د ده میلمستیا پرې وکړي. وعنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “الضيافةُ ثلاثة أيام، وجائزتُه يوم وليلة، ولا يحل لرجل مسلم أن يقيم عند أخيه حتى يُؤثمه” قالوا: يا رسول الله وكيف يؤثمُهُ؟ قال: “يقيم عنده ولا شيء له يقْرِيه به” [رواه مسلم].

4) رسول الله صلی الله علیه وسلم عبدالله بن عمرو رضی لله عنهما ته وویل: بېشکه ستا میلمه پر تا حق لري. قال النبي صلى الله عليه وسلم لعبد الله بن عمرو رضي الله عنهما: “إن لزَوْرِك عليك حقًّا” [رواه البخاري ومسلم].

5) عبدالله بن عباس رضی الله عنهما وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په تبوک کې په خطبه کې وویل: د هغه سړي په څیر څوک نشي کیدلی چې د خپل اس واګې یې نیولې وي او د الله په لاره کې جهاد کوي او د خلکو له شر نه ځان ساتي او نه د هغه سړي غوندي څوک کیدلی شي چې میږې او وزې لري خپل میلمه ته میلمستیا ورکوي او د هغه حق ورپوره کوي. عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: خطب رسول الله صلى الله عليه وسلم يوم تبوك فقال: “ما من الناس مثل رجل آخذ بعنان فرسه، فيجاهد في سبيل الله، ويجتنب شرور الناس، ومثل رجل في غنمه يقري ضيفَهُ ويؤدِّي حقَّهُ” [رواه أحمد في مسنده بإسناد صحيح].

6) ابوهريره رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی او ویې ویل: زه ستړی او وږی یم، رسول الله خپلې یوې میرمنې ته څوک وروليږه هغې وویل: په هغه ذات قسم چې ته یې په حقه رالیږلی یې زما کره یواځي اوبه دي، بیا یې بلې میرمنې ته حال ولیږه، هغې هم دا خبره ورته وکړه، آن چې ټولو میرمنو یې همدا خبره وکړه، نو رسول الله وويل: دا کس به څوک میلمه کړي الله دي رحم پرې وکړي؟ یو انصاري پورته شو او ویې ویل: يارسول الله! زه یې میلمه کوم، هغه سړی خپل کور ته بوتلو او خپلې میرمنې ته یې وویل: د خوراک څه شی شته؟ هغې وویل: یواځي د ماشومانو له پاره خواړه شته، ده ورته وویل: هغه په څه شي غلط کړه کله چې میلمه راننوځي څراغ مړ کړه او هغه ته به داسي وښيو چې موږ هم خوراک کوو، دوی همداسي وکړل میلمه ډوډۍ وخوړه سهار چې رسول الله ته ورغلل هغه ورته وویل: بیګا چې تاسو دواړو له خپل میلمه سره څه وکړل هغه کار الله ته ډیر خوند ورکړ.

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: جاء رجل إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: إني مجهودٌ. فأرسل إلى بعض نسائه فقالت: والذي بعثك بالحق ما عندي إلا ماءٌ. ثم أرسل إلى أخرى فقالت مثل ذلك، حتى قلن كلهنَّ مثل ذلك: لا والذي بعثك بالحق. فقال: “من يُضيف هذا الليلة رَحمه الله” فقام رجل من الأنصار فقال: أنا يا رسول الله. فانطلق به إلى رحْلِهِ فقال لامرأته: هل عندك شيءٌ؟ قالت: لا إلا قُوتُ صِبياني. قال: فعلليهم بشيء، فإذا دخل ضيفنا فاطفئي السراج، وأريه أنا نأكل، فإذا أهوى ليأكل فقومي إلى السِّراج حتى تُطفئيه. قال: فقعدوا وأكل الضيف فلما أصبح غدا على النبي صلى الله عليه وسلم فقال: “قد عجب الله من صنيعكما بضيفكما الليلة” [رواه البخاري ومسلم].

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x