
بغلان: پولیسو د ۳ پولیسو په شمول ۶ غله نیولي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په بغلان ولایت کې يې د ۳ پولیسو په شمول ۶ غله نیولي او یو یې د پولیسو سره په نښته کې وژلی.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول جاوید بشارت ویلي چې د غلو دغه ډله تېره شپه د پلخمري – کندوز پر لویه لاره د بالادوري په سیمه کې د امنیتي عسکرو سره په یوې نښته کې ګیر شول.
بغلان ولایت کې په غلاوو کې د پولیسو د ښکېلتیا خبر په په داسې حال کې ورکول کیږي چې پرون د تلې په ۲۷مه د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر خبریالانو ته د غلو یو بانډ وښودلو چې مشري یې د «جنرال» نومې د کورنیو چارو وزارت یو افسر کوله.
د جنرال ظاهر په وینا دغو کسانو د دولتي وسلو، رینجر موټر او یونیفارم څخه په استفادې د خلکو کورونه د تلاشۍ په نوم لوټل.
د جاوید بشارت په وینا په دغه نښته کې یو وسله وال غل ووژل شو او ۶ نور يې ټپیان شول.
بشارت زیاته کړله چې په دغو ۶ غلو کې د امنیه قومندانۍ ۳ پولیس هم شامل و چې د شخصي لباس او دولتي وسلې څخه په استفادې یې غلاوې کولې.
د بغلان د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول همدا راز وویل چې ددغو ۳ پولیسو او ۳ نورو کسانو څخه یې ۴ میله کلاشنکوفونه، یو تمانچه، یو سراچه موټر او څو مبایلونه هم نیولي.
یادې سرچینې له قوله د پولیسو په شمول د غلو دغه بانډ د تېرو ۴ میاشتو راهیسې د پلخمري – کندوز او د پلخمري- مزارشریف پر لویو لارو د تیلو ټانکرونه او عامو خلکو څخه پیسې په زور اخېستلې.
د بالادوری سیمې اوسېدونکي وايي چې د پولیسو په شمول د غلو دغې ډلې یوه میاشت وړاندې د شپې مهال یو سراچه موټر ودرولو او په موټر کې د ناستو خلکو څخه يې د وسلې په زور پیسې او مبایلونه واخېستل.
د دوی په وینا غلو همدا راز سراچه موټر هم ترې واخېست چې وروسته یې په کندوز کې پیدا کړ.
په غلاو کې د پولیسو او اربکیانو ګډون څه نوې خبره نه ده، بلکې تر دې وړاندې د هېواد د ګوټ ګوټ څخه رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې د غلو مشري پولیس او اربکیان کوي.
شاوخوا ۲ میاشتې وړاندې د زمري د میاشتې په وروستۍ شپه د پغمان ولسوالي ته څېرمه د قرغې په دوه لارې کې د پولیسو له یونیفورمه په ګټه د يوې کورنۍ پنځه مېرمنې له لوټ وروسته د جنسي تېري ښکار شوي.
د سیمې خلکو په دغه قضیه کې هم د کابل پولیس ښکېل بلل او ټينګار يې کاوه چې دغه ډله ټول په یاده سیمه کې فعاله پولیس وو. خو د کابل د پولیسو ویاند بیا پر دې ټينګار کاوه چې دوی یواځې دپولیسو له یونیفورم، پېژندکارتونو او وسلو نه کار اخیستی.