نړۍ

د قطر پخوانی صدر اعظم غواړي، د م م سرمنشي شي

نن ټکی اسيا(سه شنبه تلې ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د قطر پخوانی صدراعظم غواړي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ ته د بانکي مون پر ځای کانديد شي.

له لندنه خپرېدونکې «ټيليګراف» ورځپاڼې ليکلي، چې د قطر پخوانی صدراعظم شيخ حمدان بن جاسم آل ثاني، چې تېر کال يې له خپلې دندې استعفا ورکړه، اوس غواړي، چې ۲۰۱۶ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه بريالی شي.

د ملګرو ملتونو د اوسني سرمنشي بانکي مون د کار موده ۲۰۱۶م کال کې پای ته رسيږي او د نوي سرمنشي د ټاکلو لپاره لا هم وخت شته، مګر سر له اوسه د دغې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي.

ويل کيږي، چې حمدان قطر با اثره صدراعظم و، چې نژدې لس کاله يې دغه دنده ترسره کړه.

د دې تر څنګ ښاغلی حمدان د قطر د بهرنيو چارو وزير هم و.

نوموړی ۱۹۹۲م کال څخه د تېر کال تر پايه د قطر د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده ترسره کړې.

راپورونه وايي، چې د بانکي د نوماندۍ پر مهال قطر د نوموړي ملاتړ کړی و.

ډيلي ټيليګراق زياتوي، چې قطر د منځني ختيځ او نړيوالو ډيپلوماتيکو چارو کې د يو اغېزمن هېواد په توګه رول لوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x