افغانستان

ننګرهار: خوږياڼو کې د سرحدي عسکرو پر بېس او اربکيانو پر پوستو ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسيا(سه شنبه تلې ۲۹مه ۱۳۹۳ل): نن سهار اته بجې د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو سيمه کې د سرحدي عسکرو پر بېس او اربکيانو پر پوستو ډله ييز بريدونه پيل شوي.

وزيرو څخه د نن ټکی اسيا همکار وايي، چې طالبانو نن سهار اته بجې وزيرو د سرحدي عسکرو پر بېس او اربکيانو پر څلورو پوستو د سپکو او درنو وسلو ډله ييز بريدونه پيل کړي او جګړه اوس هم روانه ده.

د يو بل خبر له مخې د خوږياڼو ولسوالۍ حکيم اباد سيمه کې د ملي اردو پر رينجر چادونه وشوه، چې له امله يې رينجر په بشپړه توګه ويجاړه او سپاره کسان يې ووژل شول.

د پېښې په اړه د کره معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x