افغانستان

د کابل په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو دولس عسکر وژل شوي

نن ټکی اسيا(سه شنبه تلې ۲۹مه ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار چهلستون سرک نو سيمه کې د ملي اردو پر کاسټر چاودنه وشوه، چې له امله يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي رسنيو ته وويل، چې دغې چاودنه کې څلور عسکر وژل شوي او دوولس نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د پېښې مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې د چاودنې له امله ۱۲ عسکر وژل شوي او ګڼ نو ژوبل دي.

مجاهد زياتوي، چې چاودنه د يوې تکتيکي ماين په واسطه شوې ده.

په دې وروستيو کې د هېواد د نو‍رو برخو په ګډون پلازمېنه کابل کې چاودنې او سرتيري بريدونه ډېر شوي دي.

طالبان وايي، چې دوی دغه بريدونه د اشرف غني ادارې له خوا امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليکولو په غبرګون کې زيات کړي او لا به نور هم خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړي.

طالبانو ګواښ کړی، چې ټول هغه مسؤولين او چارواکي به په نښه کوي، چې امريکا سره يې امنيتي تړون په لاسليکولو کې مرسته کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x