fbpx
quran kareem1

په قرآن کې ارواپوهنه ـ شپږمه برخه

ژباړن: دادمحمد ناوک
د انګېزو انحراف

د انګېزو انحراف د فزيولوژيکي او رواني داوړو په ټولو انګېزوکې کله_کله انحراف کېږي، چې ډېره کله دغه انحراف د جنسي انګېزې په پوره کولوکې کېږي. (چې هم رواني او هم فزيولوژيکي اړخ لري\ژ)

 په قرآن کې د يوې جنسي انګېزې د انحراف يادونه شوې ده، چې هغه همجنس بازي ده او د لوط عليه السلام قوم د غه مردودعمل درلود. له قرآني يادونو داسې برېښې چې د بشريت په تاريخ کې لومړى ځل دغه کار همدوى کړى دى:

ژباړه: اياتاسې له نارينه وو سره بد او ناکاره عمل کوئ او (په داسې حال کې چې) الله جل جلا له ښځې ستاسې ملګرې پيداکړې،پرېږدئ؛ بلکې تاسې ډېر تېرى کوونکى قوم ياست.(شعرا، ١٦٥_١٦٦آياتونه)
د رواني انګېزې يو انحراف دادى چې په ځينو خلکو کې د پيسو او ثروت بېخې ډېره مينه وي، په داسې حال کې چې د نړۍ ټول شته دالله جل جلا له دي اوموږ يې دلته دخپل استازي په توګه رالېږلي يو، چې همدغه مال اوشته دالله جل جلا له د رضا، د ځمکې د ابادي او د بشر د پرمختګ له پاره مصرف کړو.

 په ټوليزه توګه په انګېزو کې افراط يا د هغوى پر څارنه، نه حاکميت د هغوى د انحراف سبب کېږي او خپل اصلي هدف ( د ډول پايښت او له چاپيريال سره همغږي) تاواني کوي. د انګېزو د انحراف د مخنيوي ښه لاره د هغوى په پوره کولوکې منځلارېتوب دى، لکه چې وايي: (خَيْرَ الاموُرُ اوسَطَها).

دويم څپرکى
په قرآن کريم کې انفعالونه

 الله جل جلا له په انسان او حيوان کې انفعالي  حالتونه پيداکړي دي، چې دغه عواطف پر انګېزو سربېره د نسل په ساتنه او پايښت کې هم له انسان او حيوان سره مرسته کوي. مثلاً :ډار يو انفعالي حالت دى، چې موږ له راتلونکي خطرسره مقابلې ته چمتوکوي، او په پوره  زور د خپل پايښت له پاره دفاع کوو،يا د مينې انفعالي حالت چې په نر او ښځه کې يې شتون، د خپل ډول د پايښت لوى سبب دى.

 د انګېزو (فعالو عواطفو) او انفعالي عواطفو ترمنځ ډېره کلکه اړيکه شته، ځکه چې هره انګېزه يو انفعالي حالت لري، مثلاً :کله چې په انسان کې يوه انګېزه اوج ته ورسېږي، خو پوره يې نکړي، يو پټ درد او زړه تنګي پکې پيداکېږي، چې دغه خپله يو ډول انفعالي حالت دى. مګر د دې انګېزې په پوره کولوسره خوشالېږي. همدارنګه سم انفعالي عواطف د انګېزو غوندې په لارښوونه کې سمه مرسته کولاى شي. لکه: د ډار انفعالي حالت، سړى له خطره لري کوي؛ د غوسې انفعالي حالت، سړى دفاع ته تياروي او له بريده د ژغورنې هڅه کوي او يا هم د مينې انفعالي حالت د دوستۍ او نږدېکت سبب کېږي.
په قرآن کريم کې د انفعالي عواطفو ( ډار، غوسه، مينه، خوښي، غيرت، حسد…) په اړه ډېرڅه راغلي دي:

الف_ ډار:
د انسان په ژوندکې ډار يو مهم انفعالي (تاءثري، اغېزمن کوونکى) حالت دى، ځکه لکه وړاندې چې وويل شول، دغه حالت موږ له خطره ساتي او دا پخپله د نسل او ډول په پايښت او په ځان ساتنه کې ښه مرسته کوي. د ډار يوه دغه ګټه نه ده، بلکې مهمه ګټه يې دغه ده چې مؤمن له الهي عذابه د ځان ساتنې په نيت ښوکارونو ته  تياروي، ځکه چې له الهي عذابه وېره مؤمن له ګناهونو ساتي، ثوابونه پرې ګټي او الله جل جلاله ترې خوشالېږي.

ژباړه:بې شکه (ريښتيني) مؤمنان هغه څوک دي، چې کله (الله جل جلا له ) ياد شي، زړونه يې ولړزېږي، چې آياتونه يې تلاوت کوي، ايمان يې زياتېږي او په خپل رب توکل کوي.(انفال، ٢ آية)
په بل مبارک آيات کې الله جل جلاله فرمايي:

ژباړه: په شپوکې د خوب له بستره حرکت وکړي (د تهجد لپاره)، (په نيمه شپه کې ) په ډاراو تمه الله جل جلا له وبولي او له هغه څه چې روزي مو ورکړې مسکينانوته نفقه ورکړي.(سجده، ١٦آية)
د ډار انفعالي حالت يو ډول خپګان دى، چې د سړي په ټول وجود کې ننوځي، قرآن کريم دغه خپګان (زلزله) بللې، چې انسان ته سخت ټکان ورکوي او د تفکر او تسلط توان ترې اخلي.

ژباړه:درياد کړه! کله چې (د کفارو لښکرې) پرتاسې له پاسه اوښکته راغلې او سترګې وازې (کږې، خړې) پاتې شوې، زړونه تر ستونيو ورسېدل (له وېرې) او د الله جل جلاله پر وعده ګومانونه بېلابېل شول. پر هماغه ځاى کې مؤمنان و ازمېيل شول (له منافقانوڅخه) او (د کمزوري ايمان څښتنان) سخته متزلزل شول.(احزاب، ١٠_١١آياتونه)

 که وېره ناڅاپي او سخته وي، د څو شېبو له پاره انسان ګنګس کېږي او خپل هوش له لاسه ورکوي. الله جل جلا له د قيامت په يادونه کې دغه ډول يوې وېرې ته اشاره کوي:
ژباړه: بلکه دمرګ او قيامت پېښه، بې پامه رارسېږي او هغوى به حيران پاتې شي چې نه يې ردولاى شي او نه به څه مهلت (د توبې) ورکړل شي.(انبياء، ٤٠آية)

 کله چې انسان له سخت خطر سره مخامخ شي، هڅه کوي چې ټول تفکر او قدرت پر خپل خلاصون راټول کړي او ځان خلاص کړي. د وېرې له انفعالي حالت سره د انسان په فزيولوژيکي  دندو کې ډېر توپير راځي، د مخ او غاړې رګونه يې پړسېږي. معمولاً انسان له هغه ځايه چې وېره او خطر ورته پکې متوجه ده، تښتي يا هم مقابله کوي. الله جل جلا له د هغو کفارو يادونه کوي، چې پر خپلو پيغمبرانو يې دروغ ويل او له الهي عذابه په تېښته کې له يو بله مخکې کېږي:

ژباړه: او ډېر کليوال ظالم قومونه مو ټوټې_ ټوټې کړل او له هغوى وروسته مو نور قومونه پيداکړل. نو کله چې به يې زموږ ناڅاپي عذاب حس کړ. (په ډېره بيړه) به و تښتېدل. (انبياء، ١١_١٢ آياتونه)
پاتې شته…

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د