ورزش

ویسټ انډیز هندوستان ته ۴۰۰ لکه مالي زیان اړولی

نن ټکی اسیا (سېشنبه،تلې۲۸مه،۱۳۹۳ل): د هندوستان کرکټ بورډ په وینا د ویسټ انډیز سیالیو لړۍ نیمگړې پریښودل دوي ته د ۴۰۰ لکو هندي کلدارو زیان اړولی. هندي کرکټ بورډ د ویسټ انډیز کرکټ بورډ په خلاف قانوني اقداماتو غوښتونکی دی. هندوستان د ویسټ انډیز څخه د دې زیان معاوضه غوښتلی شي. د نن ورځي په ایمرجنسي غونډه کې به په دې هکله مهمې فیصلې وشي.

تیرې جمعې په ورځ ویسټ انډیز لوبډلې خپل ملي کرکټ بورډ سره د پیسو پر سر لانجې له امله فیصله وکړه چې له هندوستان سره د سیالیو لړۍ نیمگړې پریږدې او بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

د دې سیالیو په ژوندۍ بڼې خپرولو لپاره ځینې تلویزیوني کانالونو له هندي کرکټ بورډ سره قراردادونه لاسلیک کړي وو چې له هغې څخه هندي کرکټ بورډ د ورځې ۳۳ سوه لکه روپۍ عواید درلود.

ویسټ انډیز لوبډلې د دغې لړۍ پنځه لوبې و نه کړي او بیرته خپل هیواد ته ستانه شول. دغه زیان د هندي کرکټ بورډ غوسه پارولې چې اوس غواړي د زیان نقدي معاوضه د ویسټ انډیز کرکټ بورډ څخه حاصله کړي.

هندي کرکټ بورډ منشي سنجې پټېل په وینا دوي دغه مسله خپلو نورو همکارانو ته لیږلې ده او ورڅخه غوښتی چې د نن ورځې له غونډې څخه مخکې خپله رایه وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x