ورزش

کرکټ: د نړۍ شلو چټکو سلیزو ریکاډ مات شو

نن ټکی اسیا (سېشنبه،تلې۲۸مه،۱۳۹۳ل): ویراټ کولي هندي تکړه توپ وهونکی تر ټولو چټک شل سلیزو وهلو سره د سچن ټندولکر ریکارډ مات کړ.

نوموړي دغه لاسته راوړنه د سچن ټنډولکر څخه په ۶۴ لږو لوبو کې تر لاسه کړ. ټنډولکر په ۴۶۳ لوبو کې ۴۹ سلیزې وهلي چې نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې خاصه لاسته راوړنه ده خو ویراټ کولی تیره ورځ درم مشاله سیمه کې د ویسټ انډیز په خلاف څلورمه یوه ورځنۍ لوبه کې په ۱۱۴ توپونو ۱۲۷ منډې د ۱۳ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته جوړه کړه.

دغه لوبه د ویراټ کولی ۱۴۱ مه یوه ورځنۍ لوبه وه چې همدغه لوبه کې د جوړ شوو منډو په مرسته دغه ریکاډ مات کړ.

ویراټ کولي تر اوسه ۳۱ نیمه سلیزې جوړې کړې او سربیره پر دې ویراټ کولی په نړیوالو لوبو کې له شلو زیات سلیزو جوړولو پر بنسټ د نړی اتم لوبغاړی شو.
په دغه لیست کې سچن ټنډولکر ۴۹، رېکي پونټنگ ۳۰، سنټ جې سوریا ۲۸، سارو گنگولي ۲۲، هرشل گبز ۲۱، کرس گیل ۲۱ او سعید انور ۲۰ سلیزې جوړولو سره خپل نومونه په غوره لس لوبغاړو کې شامل کړي دي.

نوموړي د لومړي ځل لپاره د کریبین سایډ په مقابل په ۲۰۱۱ز کال له ۱۱۷ منډو جوړولو سره خپل لومړی سلیزه ووهله.

روان کال کې تر اوسه کولي ۱۶ لوبې کړي چې د منډو جوړولو اوسط يي ۵۱.۷۸ دی او ۷۵۲ منډې يي جوړې کړي دي.

روانه میاشت د سریلانکا په خلاف ښه لوبه کولو سره نوموړی کولی شي چې ۱۰۰۰ منډې پوره کړي او یو نوی ریکارډ په خپل نوم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x