روغتیا

کارځای کې خوراک د زيات چاغوالي لامل ګرځي

نن ټکی اسيا(سه شنبه تلې ۲۹مه ۱۳۹۳ل): له لندنه خپرېدونکې ډيلي مېل ورځپاڼې د طبي کارپوهانو له قوله ليکلي، چې کارځای او دفتر کې خوراک کول د کارمندانو د بدن وزن زياتوي او سړی د چاغوالي په مرض اخته کوي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د امريکا «کولډيج کوينز» پوهنتون د يوې طبي څېړنې په رڼا کې ويلي، چې کوم کارمندان چې خپلو دفترونو او د دفتر په کانټين کې خوراکونه کوي، د بدن ويټامينونه يې کميږي او د وينې غوړ«کوليسټرول» يې زياتيږي.

د کولډيج کوينز پوهنتون طبي کارپوهانو د پنځو کالو په ترڅ کې پر ۸۳۱۴ رسمي مامورينو څېړنه کړې، چې ډېری وخت يې خوراکونه په دفتر يا کانټين کې کړي دي.

په دغه څېړنه کې ويل شوي، چې د دغسې کسانو د بدن د ويټامينونو کچه سره ګډه وډه وي او توازن يې له لاسه ورکړی وي او د دې تر څنګ د وينې غوړ او فشار باندې هم اخته وي.

د يادونې وړ ده، چې د چاغوالي مرض د نړۍ په کچه مخ پر زياتېدو دی او په ځانګړې توګه په دې وروستيو کلونو کې چاغوالی د انساني مرضونو يو مهم مرض ګڼل کيږي.

ډيلي مېل د بريتانيا د طبي څېړنو د مرکز له قوله وايي، چې يوازې بريتانيا کې پر چاغوالي د اخته کسانو سلنه د بريتانيا ټولو وګړو کې۶۴ سلنه زياته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x