افغانستان

پکتیکا: یحی خېلو کې اربکي قومندان خپل څلور ملګري وشړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت یحی خېل ولسوالي په مغله کلي کې د دې سیمې د اربکیانو قومندان بګوړ خپل څلور تنه ملګري تش لاس او د اربکیانو له کتاره وشړل.

ویل کېږي چې د قومندان او اربکیانو ترمنځ د سګریټو په سر لفظي شخړه پېښه شوه او په پایله کې يې له څلورو تنو اربکیانو خپلې وسلې ټولې او له ډلې يې وشړل.

په پکتیکا کې لومړی ځل د یحی خېل ولسوالي هغو اوسېدونکو د طالبانو په وړاندې وسلې واخیستي چې تر دې وړاندې يې د خیرکوټ او ښرنه کې د بهرنیانو په نظامي مرکزونو کې دندې درلودي.

یاده دې وي په دې ولسوالي کې د اربکیانو له پیدایښت سره د دې ولسوالي مشهور ښوونځی د یحی بابا لېسه د زده کوونکو پر مخ وتړل شوه او له طالب سره يې د اړیکو په تور ګڼ ښوونکي له دندو لرې او له هېواده په وتو مجبور کړل.

له دې سره جوخت په یحی خېلو کې د مغلې مدرسه، د یحی خېلو مدرسه او د مولوي مدرسه وتړل شوې او مدرسین يې له سیمې نه په وتو اړ کړل شول.

د دې ولسوالي ګڼو اوسېدونکو د اربکیانو په وړاندې خپل شکایتونه د پکتیکا تر سیمه ییزو چارواکورسولي دي. خو تل يې منفي ځواب اورېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x