fbpx

طالبان : په مخامخ جګړه کې مو 4 امریکایان وژلي

2799989868_6c564cdcfb_b(نن ټکی اسیا ) په تازه رارسیدلو خبرونوکې ویل شوي نن (2010-12-31) سهار وختی دهلمند ولایت په نادعلی ولسوالی کې دامریکایي ځواکونو او طالبانو ترمنځ مخامخ شدیده جکړه شوې .

دطالبانو دویاند قاری یوسف احمدی له لوری نن ته په رالیږل شوي ټلیفوني پیغام کې راغلی ،پیښه نن سهار اووه بجې دنادعلی ولسوالی دنورمحمد خان کلی ته څیرمه دځنګله په سیمه کې رامنځ ته شوه ، نوموړی په پیغام کې زیاته کړي پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې امریکایي ځواکونو غوښتل چې په یاده سیمه کې عملیات ترسره کړي ،چې دطالبانو تر وسلوال برید لاندی راغلل. دطالب ویاند په قول په پیښه کې څلور امریکایي عسکر په مخامخ ډزو وژل شوي دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د