نړۍ

پاکستاني طالبانو خپل وياند له دندې ګوښه کړ

نن ټکی اسيا(سه شنبه تلې ۲۹مه ۱۳۹۳ل): پاکستاني طالبانو د خپل وياند شاهدالله شاهد د ګوښه کولو اعلان وکړ.

پاکستاني طالبانو د خپلې رسيمي ويبپاڼې له لوري اعلان کړی، چې شيخ مقبول«شاهدالله شاهد» د دوی وياند و او د يو شمېر لاملونو له امله يې نوموړی له دغې دندې لرې کړی دی.

خبرپاڼه زياتوي، چې شاهدالله شاهد له خپلې دندې د ناوړه ګټې اخيستو له امله لرې شوی او پر ځای يې نوی ملګری ټاکلی، چې تر اوسه يې نوم رسنيو ته نه دی څرګند شوی.

خپرپاڼه کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملافضل الله له قوله ليکل شوي، چې دوی د ملا محمد عمر مجاهد وفادار ملګري دي او تر اخره به د ملا محمد عمر ملاتړ او تابعداري کوي.

د پاکستاني طالبانو د وياند د لرې کولو لامل دا ښوول شوی، چې څو ورځې مخکې شيخ مقبول«شاهدالله شاهد» سره له پنځو نورو ځايي قوماندانانو د عراق او شام اسلامي دولت سره خپل بيعت اعلان کړی کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احرار

د تحریک د رسمی ویب پاڼی آدرس که راته ایمیل کړی منندوی به مو یم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x