وال سټریټ جورنال: په افغانستان کې امنیتي حالات مخ په خرابیدو دي

217-800x539دالعالم ټیلي ویژون دامریکا دمشهورې ورځپاڼې وال سټریټ جورنال په حواله راپور ورکړ چې په افغانستان کې امنیتی حالات مخ په خرابیدو دي . وال ستریټ ورځپاڼه کاږي په افغانستان کې دامریکایي پوځیانو دشمیر له زیاتیدا وروسته په دغه هیواد کې دامنیتي حالاتو دښه کیدو په هکله دامریکا ددولسمشر اوباما دادعاګانو او څرګندونو دبې اساسوالي یو ثبوت دي . ورځپاڼه دافغانستان دجنوبی ولایتونو دحالاتو دخرابیدو په استناد سره کاږي دامریکا پر ضد حملې د تیر کال په نسبت (۷۰) سلنه زیاتې شوې دي او د (۲۰۰۷) کال په نسبت درې برابره زیاتې شوې دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د