کندهار کې په شپږ کلن ماشوم جنسي تېری شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۹مه، ‍۱۳۹۳ل): د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د څو تنو له لوري په یو شپږ کلن ماشوم جنسي تېری شوی دی.

د کندهار د امنیه قومنداني ویاند ضیاء دراني رسنیو ته ویلي دي چې دم ګړ ۍ ماشوم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او د مجرمینو پلټنه روانه ده.

د روغتون مسوولین وايي چې دماشوم کورنۍ کې د ټولنیزو دودونو له کبله غوښتل پېښه پټه پاتې شي، خو دوی له امنیتي مسوولینو سره اړیکه ونیوه او پېښه يې ورسره شریکه کړه.

یاده دې وي د کندهار ګڼ اوسېدونکي د دې ولایت له پولیسو او اربکیانو پرلپسې شکایتونه کوي او ګمان کېږي چې په دې تېري کې دې هم ښکېل وي.

د کندهار د امنیه قومنداني ویاند د پېښې د وخت او کره ځای په ړه معلومات ورنه کړل.

تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې تر دې په کم عمره ماشومان جنسي تېري شوي دي، چې ډېری وخت يې مجرمین په نشه يي مواد روږدي ځوانان په ګوته کېږي.

تر اوسه نه دي ویل شوي چې پر دې ماشوم څو تنو او چېرته تېری کړی دی، خو د داسې ډېرو پېښو د پړې ګوته په سیمه کې مېشتو پولیسو او اربکیانو ته نیول کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د