نادري ناولده

هندي سوداگر نړۍ ته د سخا نوی مثال وگرځېد

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): نوي هندي سوداگر خپل دولت په خپلو مزدورانو ویشلو سره نړۍ ته د سخاوت نوی مثال ورکړ. دغه سوداگر خپلو مزدورانو ته خپلې موټرې، کورونه او جواهرات ډالی کړل.

د هندوستان په سورت ښار کې د جواهراتو یوه پیژندل شوې کمپنۍ مالک ساوجي دولکیانې خپل ۴۹۱ موټرې، ۵۲۵ قیمتي جواهر او ۲۰۰ کورونه د ډالی په توگه په خپلو ۱۲۰۰ مزدورانو وویشل.

د دغه سوداګر ویشل شوو موټرو، کورونو او جواهراتو ۸۰ لکه امریکايي ډالر ارزښت درلود.

دا لومړی ځل نه دی چې ساوجې په خپلو مزدورانو داسې با ارزښته ډالۍ ویشي بلکې په ۲۰۱۲ز کال کې يي هم خپل ۷۲ موټر د خپلو مزدورانو په نوم کړی وو.

ساوجي وویل چې د دوي کمپنۍ چې کوم هدف ټاکلی وو هغه يي لاسته راوړ او دغه لاسته راوړنه د همدې مزدورانو د زیار او زحمت پایله ده چې په دې گټه کې دوي هم برابر حق لري او که دغه مزدوران خوشحاله وي نو دغه کمپنۍ به نوره هم پرمختگ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x