مصري ځوانان چې د اوښ یوې خندا مشهور کړل

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): مصري ځوان حسام انتیکا شاید گومان هم نه و کړی چې د خندا په حالت کې د اوښ تصویر اخیستل به يي په اجتماعي رسنیو کې دومره مشهور او ډیر خلک به حیران کړي.

حسام له خپل ملگري عبدالعزیز او میسار اصلاح سره پخپله خپل داسې یو عکس اخیستی چې دغه تصویر فرېم کې له دوي سربیره یوه خندیدونکی اوښ هم راغلی.

دغه خاص تصویر په اجتماعي رسنیو کې له حده ډیر مشهور شو.

د مصر درېیم لوی او شمالي ښار الجیزه سیمې اوسیدونکی حسام هیڅ خبر هم نه وو چې دغه تصویر اخیستلو په وخت کې به دغه اوښ کامرې ته له کتلو سره خاندي.

له دې تصویر څخه ښکاري چې د صحرايي بیړۍ لقب گټونکی اوښان کولی شي وخاندي او د انسانانو احساسات احساس کړي.

حسام وايي: «ما دغه تصویر فیسبوک کې نشر کړ او ویده کیدو لپاره ولاړم خو کله چې له خوبه ویښ شوم نو دغه تصویر ټولې نړۍ کې خپور شوی و.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د