طالبانو دبګرام پرهوايي اډه دتوغندیو برید کړی

دپروان ولایت نه په تازه رارسیدلو خبرونوکې ویل شوی تیره شپه طالبانو د بګرام پر هوایی اډه دتوغندیو برید کړي . دناټو ځواکونو ویاند جګړن جنسن هګ رسنیو ته ویلی چی نن سهار په بګرام باندی دوه توغندی لګیدلی نوموړی دپیښې په اړه زیات معلومات ورنکړل له بلې خوا دپروان امنیه قومندان شیرمحمد خبریالانو ته ویلی چی برید هیڅ تلفات نلری نوموړی وایی کله چی مزایل په اډه ولګیدل عاملین یې له هغه ځایه تښتیدلی .

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په خپل لیږل شوی پیغام کې ویلی چی دابرید ددوی کسانو کړی او توغندی دبګرام شمال ته واقع دتوخچي ل سیمې نه وار کړي او په نښه شوې هدف لګیدلی نوموړی دعینی شاهدانو له قوله زیاتوی چی دپیشې ځای ته امبولانسونه راغلی او دښمن ته تلفات اوښتی خو دکره شمیرې په اړه یې څه نه دي ویلی